د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاریس بریدونو سرغنه هم وژل شوی دی"


"د پاریس بریدونو سرغنه هم وژل شوی دی"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:02 0:00

د فرانسې چارواکو کره کړې چې په پاریس د نومبر ۱۳مې نېټې د خونړیو ترهه ګرو بریدونو مشکوک سرغنه یې د دغه ښار په څنډو کې په ۱۸ نومبر تر سپېدو مخکې د پولیسو په ترسره شوې چاپه کې وژل شوی دی. دوی وايي، د بېلجییم باشنده ۲۸ کلن عبدالحمید اباعود چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې غړی وو، د پاریس په سېنټ ډیني کې د هغه په اپارتمان کې یې د ګوتو له نښو جوته شوې چې دا هم دی و او اوس یې د وژلو پخلی وکړ. اباعود او د هغه ملګرو تېره اوونۍ په پاریس بریدونو کې ککړ پېژندل شوي ول چې ۱۲۹ کسان یې وژلي او نژدې ۴۰۰ نور یې ژوبل کړي ول. د هغې پېښې نور تفصیل د ملیحه امیرزاده په دغه ویډيو راپور کې وګورئ

XS
SM
MD
LG