د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې بمي چاودنې نهه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


د افغانستان په زابل ولایت کې په یوې ماین چاودنه کې درې ملکیان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال مشال راډيو ته وویل چې دا چاودنه نن(پنجشنبه) له غرمې وروسته د سیوري ولسوالۍ په عمرزیو کلي کې شوې ده.
د ښاغلي سیال په خبره چاودنه هغه وخت وشوه چې د ملکیانو یو ټراکټور موټر د سړک ته څېرمه ماین سره برابر شو.

اخوا په بغلان کې هم نن سهار یوه چاودنه شوې وه چې څوک په کې وژل شوي نه دي خو د ټپيانو شمېر یې ۱۵ تنو ته رسېدلی دی.

د بغلان د عامې روغتیا مرستیال عبدالعلیم غفاري آزادي راډيو ته وویل چې د مرکزي بغلان د سینما مخې ته په یوه زرنج موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله څلور پولیس او ۱۱ ملکیان ټپيان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG