د لاسرسي ځای

تازه خبر

سنېټرعثمان کاکړ: د اقتصادي راهدارۍ غربي لار منصوبه تش په حکومتي بيانونه کې ده


د پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار له خپل چينايي سيال سره د اقتصادي راهدارۍ تفاهم ليک لاسليکوي.
د پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار له خپل چينايي سيال سره د اقتصادي راهدارۍ تفاهم ليک لاسليکوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مشر سنېټر عثمان کاکړ بيا وايي، مغربي لاره بيخي د اقتصادي راهدارۍله پروژې اېستل شوې ده او دا يوازي په حکومتي بيانونو کې شامله ده.

د پاکستان مرکزي حکومت يو ځل بيا ويلي چې د کاشغر ګوادر لويه لار به له زړې نقشې سره سمه جوړوي او په دې اړه د ځېنو سياسي ګوندونو اندېښنې بې ځايه دي.

د جار شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د منصوبه بندۍ او ترقۍ مرکزي وزير احسن اقبال د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غړيو ته د مالوماتو ورکولو پر وخت وويل، له خيبر پښتنوخوا او بلوچستانه به نه يوازې لوی سړک تيريږي بلکې په دې کې به د انرژۍ او نورې اقتصادي منصوبې هم شاملې وي.

د غونډې يوه ګډون وال حيدر علي د زيارت په ورځ مشال راډيو ته وويل چې د دوی يوه اندېښنه دا ده چې د اقتصادي راهدارۍ په پروژه کې پراخې اقتصادي منصوبې په خيبر پښتونخوا کې نه جوړيږي.

د خيبر پښتونخوا، بلوچستان زياتره سياسي ګوندونه او پيپلز پارټۍ پر مرکزي حکومت تور لګوي چې د اقتصادي راهدارۍ ټولې ګټې پنجاب ته وړي او هلته يې وار له مخه د سړکونو ترڅنګ پر نورو منصوبو هم کار پېل کړی دی.

خو د احسن اقبال تر خبرو وروسته د عوامي نيشنل ګوند مرکزي جنرل سيکټري ميا افتخار حسين مشال راډیو ته وويل چې مرکزي حکومت تش خبرې کوي او دوی او نړی به يې هغه وخت مخلصتيا وويني چې کله تر خيبر پښتونخوا او بلوچستانه تېرېدونکې ( مغربي) لار باندي په عملي توګه کار پيل شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مشر سنېټر عثمان کاکړ بيا وايي، مغربي لاره بيخي د اقتصادي راهدارۍله پروژې اېستل شوې ده او دا لار يوازي په حکومتي بيانونو کې شامله ده.

ده د پاکستان له مېډيا شکايت وکړ چې يوازې د حکومت دريځ ته ځای ورکوي او ي هغه پارليماني غړي پروګرامونه ته ورغواړي چې تر پنجاب د تېرېدونکې ( شرقي) لارې حمايت کوي.

. تر دې وړاندې د سياسي ګوندونو له احتجاجه وروسته پاکستاني وزيراعظم نواز شريف په ټول ګوندېزه غونډه کې ژمنه کړې وه چې لومړی به پر مغربي لار کار پېلوي خو پر حکومتي ډاډګېرونو سربېره هم د خيبر پښتونخوا او بلوچستان سياسي ګوندونه او پېپلز پارټۍ نه قانع کېږي.

XS
SM
MD
LG