د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په میدان وردګ کې یر غمل شوي کسان خوشې شوي”


افغان چارواکي وايي هغه مساپر چې د دورشنبې پر ورځ د کابل - میدان وردګ په لاره کې طالبانو یرغمل کړي وو، د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشې شوې دي.

طالبانو د دوشبنې پر ورځ په جلریز ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ د احصايي د مدیر په شمول پنځه کسان چې هزاره ټبري افغانان وو له موټر ښکته کړي او له ځان سره بېولي وو.

د میدان وردګ والي حیات الله حیات مشال راډیو ته وویل، دا کسان پرته له جګړې خوشې شوې دي.

تر دې مخکې وسله والو کسانو هغه له اوو تنو چې د کابل کندهار پر لویه لاره یې یرغمل کړي وو سرونه پرې کړل. دې پېښې پر حکومتي چارواکو د خلکو پراخ اعتراضونه راپورته کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG