د پاکستان امنیتي چارواکي وايي په شمالي وزیرستان کې یې پرون د افغانستان پولې ته څېرمه هوايي بمبارۍ کې ۲۲ مشکوک وسله وال وژلي دي.
د پوځ د مطبوعاتي ادارې ISPR لخوا بیګا جاري شوې یوه خبرپاڼه کې وېل شوي چې جنګي جهازونو یې په شوال کې د وسله والو پټن ځایونه په نښه کړي چې پکې د وسله والو پنځه ودانۍ هم تبا کړل شوي دي.
وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي وېلي.
د پاکستان پوځ د تېر کال د جون میاشتې راهیسې په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب نومې عملیات شورو کړي او ادعا کوي چې پکې تر دې دمه یې څه باندې ۳۶۰۰ وسلوال وژل شوي خو د ازادو سرچینو لخوا ددې شمېرو تصدیق نه دی شوی.
په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو ترڅنګ د القاعدې ډله او حقاني شبکه هم موجوده ده چې وخت په وخت په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرۍ بریدونه ترسره کوي.