د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د طالبانو بېلې ډلې مرستیال مشر منصور دادلله ووژل شو''


د زابل امنیه قومندانۍ د امنیت امر غلام جیلاني فراهي ازادۍ راډيو ته وویل چې داد الله بېګا شپه په خاک افغان ولسوالۍ کې د اخترمحمد منصورپلویانو وواژه.

د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو بېلې شوې ډلې د مرستیال منصور دادالله د مړینې په اړه ګډوډ راپورونه خپرېږي.

د زابل ولایتي شورا رییس عطا جان حق هم د ملامنصور داد الله د مړینې په اړه وایې، چې دی له ارزګانه و زابل ته پر لاره وژل شوی دی:

"زموږ د معلوماتو له مخې چې قومي مخورو راسره شریک کړي دي، وایي دی له ارزګانه را روان و، طالبانو معلومات درلودل، کمین یې ورته نیولی و او وژل شوي دي."

خو د ملارسول ډلې یو غړي عبدالمنان نیازي بیا له ازادۍ راډيو سره خبرو کې د منصور داد الله مړینه رد کړه او ویې ویل چې هغه یوازې ټپي شوی دی.

د ملا دادالله او ملا منصور پلویانو څو ځله په زابل کې خپلو کې نښتې کړي دي.

XS
SM
MD
LG