د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه: له داعش سره د یوځایکېدو په تور ۳۸ بهرنیان نیول شوي


د ترکيې رسنۍ خبر ورکوي چې د هيواد په سوهېلي سيمه ادانا کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۸ بهرنيان نيول شوي چې شک پر کيږي په غېر قانوني ډول شام ته اوښتل تر څو په داعش وسله واله ډله کې ګډون وکړي.

د راپور له مخې په نيول شوو کې ۱۴ د آذربايجان، اووه د انډونيشيا، پنځه د عراق او درې د ايران وګړي دي.

راپور زياتوي په نورو نيول شوو کې پنځه کرغزستان، دوه د تاجکستان او دوه د افغانستان دي. دوه ترکي وګړي هم نيول شوي چې نومونه يې نه دې په ډاګه شوي .

پر دوی شک څرګنديږي چې په غېر قانوني توګه يې انسانان قاچقول. ټول نيول شوي مشکوک کسان د ترکيې د کډوالۍ دفتر ته وړل شوي تر څو د دوی خپلو هيوادونو ته د بېرته لېږلو پروسه پر مخ يووړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG