د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین وايي، افغان حکومت او وسله والو مخالفینو خبرو ته کېنوي


چين وايي، هېواد يې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د مهم او رغنده رول د جاري پاتې کېدو ملاتړ کوي.

دا څرګندونې د افغانستان لپاره د چين ځانګړي استازي ډينګ ژين د پاکستان له ايکسپريس ټريبيون ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال کړي.

نوموړي ویلي ، چین حاضر دى چې د افغان دولت او طالبانو له رضایت وروسته د دواړو خواوو ترمنځ د سولې د مذاکراتو زمينه برابره کړي.

چین په داسې حال کې د افغانستان د سولې په برخه کې د همکارۍ خبره کوي چې افغان طالبان په دوو ډلو ویشل شوي او د سولې د خبرو برخه لیک هم معلوم نه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG