د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې نهه وسله وال وژل شوي او ۳۰ ټپيان دي


د افغانستان د ننګرهار ولايت امینه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر نه د شنبې د ورځې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې چې ګډو امنیتي ځواکونو له څو ورځو راهيسې د شاهين ۱۰ په نوم عملیات پيل کړي، په نتیجه کې يېنهه وسله وال وژل شوي او ۳۰ تنه يې ټپیان شوي دي.

بلخوا د افغانستان په ختيځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قومان سنګين وايي چې په یادو پلټوونکو عملیاتو کې د ملي اردو څلور تنه او د عامه نظم پولیسو دوه تنه سرتيري ټپیان شوي دي.

دی وايي چې په دغه عملياتو کې يې د شډل کلی، شډل بازار، خاص اچین او د کرکاڼې کلي له وسله والو څخه پاک کړي دي او زیاتوي چې تر هغې پورې به د شاهین ۱۰ په نوم پلټوونکي عملیات دوام ولري، څو پورې چې يې د اچين ولسوالۍ اړوند ټول کلي د دولت له مخالفو وسله والو څخه پاک کړي نه وي.

وسله والو په دې اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG