د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې د پرمختیايي کارونو جرګه


'د پاړه څمکنی او مسوزو مشرانو سره د دغې جرګې بنیادی مقصد دا و چې ولسی وګړو سره لیده کاته وکړی او د دوی له ستونزو ځان خبر کړی او حل یې راوباسی.'

د کورمې پولټیکل ایجنټ او ځايي مشرانو ترمنیځ په سده کې یوه جرګه وشوه چې پکې د سیمې په صورتحال، ترقیاتي کارونو او د ځايي خلکو پر ستونزو خبرې اترې وشوې.

پولټیکل ایجنټ امجد علي خان وایي، د پاړه څمکنی او مسوزو مشرانو سره د دغې جرګې بنیادی مقصد دا و چې ولسی وګړو سره لیده کاته وکړی او د دوی له ستونزو ځان خبر کړی او حل یې راوباسی.

دی وایي، له حکومت سره ترقیاتي فنډونه شته او دوی غواړی چې د سیمې خلکو مرسته وکړی ځکه چې ترهه ګرۍ ضد جګړې له وجې قبایلی سیمه سخته ځپل شوې ده.

«له موږ سره د بې کوره شوو خلکو سکیمونه دي، له دې علاوه مېلینیم ډیولپمنټ ګول په نامه د وفاقی حکومت یو بل سیکم دې چې په هغې کې موږ ته دوه کروړه روپې مخکې میلاو شوې وې او څلورنیم کروړه روپۍ اوس نورې راغلې نو د سیمې خلکو سره موږ کینستو او په دیکې مو ورسره خبرې وکړې، د سیمې ترقۍ لپاره چې دوی کم مناسب ګڼي، په هغو موږ ورته فیزیبیلیټی ریپورټ تیار کړو او منظوری مو ورکړه چې دوی ته پرې اسانی جوړا شی.))

د ده په خبره، په سیمه کې په ډیره مشکله امن ترلاسه شوېدې او دا د سیمې خلکو له همکارۍ پرته ناشونی دی و.

پولټیکل ایجنټ وویل، حکومت د سیمې امن په خپله ایجنډه کې وړومبۍ ترجیح ګرځولې ده او زیاته یې کړه چې د دې لپاره به دوی خپلې هلې ځلې جاری ساتی.

(( موږ کوشش کوو چې د سیمې امن برقرار وساتو. د دې پاره موږ دا هلې ځلې روانې کړیدی چې مختالفو قومونو او مسلکونو ترمینځ چې کمې شخړې دی هغه هم حل کړو چې په سیمه کې بد امنی په مکمله توګه حتمه شی. د سیمې امن، ترقۍ او استحکام د پاره موږ دا ضروری ګڼړو چې بنیادی ضروراتونه د سیمو خلکو ته ور وراسوو نو د دې لپاره موږ کار کوو))

په دغه جرګه کې شامل ملک سیف الله خان یو مشر د مشال ریډیو له خبریال طارق اوزي سره په خبرو کې وویل، مونږ غواړو چې ستونزې مو هوارې شی او ترقی وکړو خو دا هر څه د سیمې امن سره تړلی دی.

د ده په خبره، جرګې غړو پولټیکل ایجنټ ته دا باور ورکړو چې دلته به د امن راوستو لپاره د حکومت پوره پوره ملاتړ کوی.

ده وویل، دغه جرګه یو ښه ګام وو او موږ ورته ډیر په ښه توګه خپلې ستونزې هم وړاندې کړې او زیاته یې کړه چې حکومت راته ډاډ راکړو چې ستونزې به مو هوارې شی .

(( موږ سیمه د جګړو او پوځي آپریشن په وخت سخت ځپلي شوېده نو په دغه جرګه کې موږ خپلې ستونزې پولټیکل ایجنټ ته وړاندې کړی او اوبو نه علاوه یو شمیر نورو مسلو د حل غوښتنه مو وکړه. موږ مطمین یو چې پولټیکل ایجنټ به زموږ مسلې هواراوی))

واضحه دې وی چې په منځنی کورمه کې وسله وال طالبانو خلاف پوځی عملیات له ۲۰۰۹ کال راهیسې روان دی.

په سیمه کې امن د راتلو وروسته د مسوزو او پاړه چمکنی خلک له خپلو کورونو ته ستانه شوی دی خو دوه کاله ترستنېدو وروسته هم ځايي خلکو کورونه، روغتونونه او سکولونه ړنګ پراته دي او د پاکو اوبو د نشتوالی په ګډون نور ډیر مشکلاتو سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG