د لاسرسي ځای

تازه خبر

“عمران خان د روغتونونو د صلاحاتو په اړه ځواب عدالت ته وړاندې کړي”


د پېښور هايې کورټ د تحريک انصاف مشر ته حکم ورکړی چې د خېبر پښتونخوا د روغتونونو د اصلاحاتو په اړه چې يې کومې خبرې کړې دي د هغو ځواب دې په ليکنې بڼه عدالت ته وړاندې کړي.

د جمعې پر ورځ د خېبر ميډيکل کالج د استادانو اتحاديې د درخواست اورېدني پر مهال جسټس وقار احمد سيټه او جسټس محمد يونس تهيم عمران خان ته د نومبر تر ۱۲مې د ځواب جمع کولو وخت ورکړ.

درخواست ورکونکو دريځ خپل کړ چې د اصلاحاتو په اړه مقدمه په عدالت کې روانه ده او پر داسې وخت په دې اړه د عمران خان له لورې پر دې موضوع خبرې کول په عدالتي توهين کې راځي.

د سېشنبې پر ورځ په پېښور کې خبري غونډې ته د وينا پر مهال د تحريک انصاف مشر وويل، دډاکټرانو يوه ډله د مافيا په بڼههڅه کوي چې د روغتونونو په اړه د حکومتي اصلاحاتو مخه ونيسي.

د حکومتي اصلاحاتو له مخې روغتونونه خود مختاره شي کول دی یو خپلواکه څارونکې ډله به ورته ګمال کېږي خو ډاکټرانو اتحاديه د مخالفت کوي او په دې کې د ترميم غوښتنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG