د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

افغان ولسمشر: په غور کې د سنګسارولو پېښې څېړل امر کړی

افغان ولسمشر اشرف غني په غور کې د یوې نجلۍ سنګسار پېښې پلټلو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.

تېر ماښام د ولسمشر له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، دا پلاوی د کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت ریاست، لویې څارنوالۍ، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د بشري حقونو له استازو جوړ دی.

شاوخوا یوه اوونۍ مخکې په غور کې د طالبانو تر ولکې لاندې په یوه سیمه کې ځېنو خلکو او وسله والو د رخسانې په نوم یوه ۱۹ کلنه نجلۍ د نامشروع اړیکو لرلو په تور سنګسار کړه.

See all News Updates of the Day

فېسبوک د روس دولتي وېبپاڼې سلګونه حسابونه تړلي

ټولنیزه رسنۍ فېسبوک.

ټولنیزې رسنۍ فېسبوک د روس د خبرونو له دولتي وېبپاڼې سپوټنیک سره تړاو لرونکې سلګونه پاڼې، ګروپونه او اکاونټونه له فېسبوک او انسټاګرامه لیري کړي دي.

فېسبوک وایي لیري کړل شویو پاڼو او اکاونټونو بې بنیاده خبرونه خپرول.

د فېسبوک د سایبر امنیتي تګلارې مشر نتانیل ګلیچر د جنورۍ پر۱۷مه لیکلي، لیري کړل شویو اکاونټونو او پاڼو غلط معلومات خپرول او د پاڼو او اکاونټونو ۳۶۴ چلوونکي د سپوټنیک مامورین ول.

سپونټیک د روس دولتي خبري وېبپاڼه ده.

د وېبپاڼې ارمینايي څانګې پر فېسبوک لیکلي دي چې د دوی د روسۍ ژبې پاڼه بنده شوې ده ځکه د روسيې خبرونه د لنډ وخت لپاره پر ارمینايي پاڼه خپروي خو ښایي ارمينايي پاڼه یې هم وتړل شي.

دوی پر خپلو کارونکو غږ کړی دی چې د ټیليګرام، ټویټر او نورو ټولینزو له لارې له دوی سره ملګري شي.

د امریکا استازو جرګې پر روسي شرکت د بندیزونو لرې کولو مخنیوي پرېکړه لیک منظور کړی

د امریکا د استازو جرګې یو پرېکړه لیک منظور کړی دی چې موخه یې له روسي کاروباري اولېګ دیرېپاسکا سره پر تړلو شرکتونو د بندیزونو لرې کولو مخه نیول دي.

د استازو جرګې د جنورۍ ۱۷مې اقدام یوازې علامتي دی او تر دې یوه ورځ مخکې په سېنېټ کې ورته اقدام ناکامه شوی.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ ښايي پر هغو شرکتونو بندیزونه نن لرې کړي. د ډېموکراټانو اکثریت لرونکې جرګې ۳۶۲ غړو پرون د قرارداد په حق او ۵۳ یې په مخالفت کې رایې وکارولې.

تېره میاشت د امریکا د مالي چارو وزارت ویلي ول چې د دیرېپاسکا پر مهمو کاروبارونو بندیزونه ختموي.

په دې کې د المونییمو یو لوی شرکت روسال او دوه نورې کمپنۍ هم شاملې دي.

امریکا دا بندیزونه تېر کال په اپرېل کې لګولي ول چې له کبله یې د فلزاتو نړیوال بازار تاواني شو او په امریکا او اروپا کې یې کاروبارونه اغېزمن کړل.

روسال د نړۍ پر کچ د المونیمو جوړولو له تر ټولو لویو شرکتونو څخه یو دی.

امریکايي ولسمشر د استازو جرګې د مشرې د افغانستان سفر لغوه کړ

ټرمپ پلوسي ته لیکلي چې خپل سفر دې وځنډوي

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکومت د جزوي بندش په یادولو، د کانګرس د استازو جرګې مشره نینسي پلوسي د افغانستان سفر لغوه کولو ته اړ کړې ده.

ټرمپ د جنورۍ پر ۱۷مه شپې ناوخته په یوه لیک کې پلوسي ته ویلي دي چې د هغې د کانګرس پلاوي د افغانستان سفر لپاره پوځي الوتکه نه ورکوي.

دا اقدام نوموړي پر داسې مهال کړی چې پلوسي او پلاوي یې د سفر تیاری کاوه.

ټاکل شوې وه چې د کانګرس دا پلاوی د بېلجییم برسلز کې دمه وکړي او بیا په افغانستان کې له امریکايي سرتېرو سره وویني.

په خپل لیک کې ټرمپ پلوسي ته ویلي دي چې په داسې حال کې چې د بجټ پر سر د لانجې له کبله حکومت په جزوي توګه بند دی او شاوخوا "اته لاکه امریکايي حکومتي کارکوونکو تنخا نه ده تر لاسه کړې" دی "باوري دی چې هغه به د دې سفر ځنډولو ته تیاره شي."

ټرمپ دا هم ویلي دي چې کله د حکومت چارې بیا پیل شي، نو دی به د "هغې دا اووه ورځنی سفر بیا پلان کړي."

په لیک کې نوموړي پلوسي او د کانګرس نورو غړو ته ویلي چې که وغواړي نو د سفر بندوبست دې خپله وکړي او په مساپر وړونکې الوتکه کې دې ولاړ شي.

پلوسي د نوموړي د دې اقدام په غبرګون کې لا څه نه دي ویلي.

په قبایلو کې د قانوني نظام نه شتون ګڼې ستونزې زېږولې دي: ګل ظفر خان

په قامي اسمبلۍ کې د باجوړ استازي او د واکمن تحریک انصاف غړي ګل ظفر خان د قبایلي اصلاحاتو پر بهیر نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې په هغو سیمو کې اوسمهال هېڅ قانوني نظام نه دی موجود.

دا خبره نوموړي د جنورۍ پر ۱۷مه د اسمبلۍ په غونډه کې پر داسې مهال کړې ده چې د مومندو ځېنې اوسېدونکي او مشران وايي، د قانوني نظام نه شتون له کبله هلته شاوخوا ۱۵۰ مقدمې ځنډېدلې دي.

دې خلکو پرون مشال راډیو ته وویل چې له هغه وخت راهیسې چې د پېښور های کورټ د قبایلو لپاره حکومتي لنډمهاله قانون غیر اییني بللی، د قبایلي سیمو انتظامیې د قضیو د هواري واک نه لري.

پېښور های کورټ تېر کال د اکتوبر پر ۳۱مه په یوه فیصله کې وویل چې په خیبر پښتونخوا د قبایلو تر ورګډېدو وروسته باید هلته د پاکستان قوانین او عدالتي نظام وغځول شي.

عدالت په فیصله کې ویلي ول چې د نومبر تر پای وروسته په هغو سیمو کې نافذ لنډمهاله قانون غیر اییني دی.

د خیبر پښتونخوا حکومت دریځ لري چې تر قبایلو د عدالتي او پولیسو نظام غځولو لپاره وخت ته اړتیا لري.

د دفاع وزیر پروېز خټک هم د قامي اسمبلۍ غړي ګل ظفر خان ته ډاډ ورکړ چې په قبایلو کې د صوبايي اسمبلۍ تر انتخاباتو وروسته به هلته زیاتره قانوني مسلې هوارې شي.

د پښتونخوا اعلا وزیر ډېره اسماعیل خان کې د صنعتي زونونو جوړولو اعلان وکړ

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر په ډېره اسماعیل خان کې د دوو صنعتي زونونو او د کرنیزو څېړنو مرکز پرانیستو اعلان کړی دی.

د پاکستان دولتي راډیو د جنورۍ پر ۱۸مه لیکلي چې محمود خان د جنورۍ پر ۱۷مه، په پېښور کې په یوه غونډه کې چارواکو ته امر وکړ چې د ګومل زام ډیم اړوند د اوبه خور مسلې دې هم هوارې کړي.

دولتي راډیو وايي، وزیراعلا ژمنه وکړه چې په ډېره اسماعیل خان کې د څښلو پاکو اوبو ستونزې حلولو لپاره هم جامع پلان جوړوي.

په سرپل ولایت کې طالبانو ۴۰ کورنۍ د مېنو پرېښودو ته اړ کړي: چارواکي

د افغانستان د شمالي ولایت سرپل چارواکو تور پورې کړی دی چې وسله والو طالبانو د کوهستانات ولسوالۍ شاوخوا ۴۰ کورنۍ خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړې دي.

د والي ویاند ذبیح الله اماني د جنورۍ ۱۷مې پر ماښام مشال راډیو ته وویل، دا کورنۍ اوسمهال د تن له جامو پرته نور هېڅ نه لري.

دی وايي، طالبانو ځکه دا خلک مېنو پرېښودو ته اړ کړل چې د کورنیو غړي یې حکومتي کارکوونکي ول.

اماني وايي، وسله والو دې خلکو ته ویلي چې یا دې له حکومت سره کار پرېږدي او یا دې سیمه.

دی زیاتوي، حکومت بېځایه شوې کورنۍ د ولایت مرکز ته کډه کړي او ورته د مرستو رسولو هڅه کوي.

وسله والو طالبانو د اماني دې ادعاو په اړه لا څه نه دي ویلي.

زرداري وايي د عمران خان حکومت پېنځه کاله نشي پوره کولای

د پاکستان پیپلز ګوند مشر او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري دعوه کړې چې ده چې د تحریک انصاف حکومت ښايي خپله پېنځه کلنۍ موده پوره نه کړای شي.

نوموړي د جنورۍ پر ۱۷مه، د سیند په بدین ښار کې ولسي غونډې ته په وینا کې پر وفاقي حکومت نیوکې وکړې او ویې ویل چې په هېواد کې ګراني ورځ تر بلې زیاتېږي.

زرداري زیاته کړه:

(([د تحریک انصاف حکومت] له ولس سره هېڅ تعلق نه لري. دوی له ولسه نه دي راغلي او نه هم ولس ته د ورتګ [او د هغوی د غوښتنو اورېدو] اراده لري. زه نن درته وایم او ټول پاکستان دې یې واورئ چې [وزیراعظم] عمران خان به د واک پېنځه کاله پوره نه کړای شي.))

د پاکستان حکومت د زرداري د تازه څرګندونو په غبرګون څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې ویلي چې اقتصادي ستونزې له تېرو حکومتونو ورته په میراث کې پاتې دي.

وزیراعظم عمران خان په بیا بیا ویلي چې د هېواد اقتصادي حالت سمولو هڅې کوي او د دې لپاره یې اقدامات کړي دي.

چارواکي وايي په غزني کې پراخه پوځي عملیات پیلوي

په غزني کې د افغان ځواکونو عملیات به په لنډ وخت کې پیل شي

د افغانستان په غزني ولایت چارواکي وايي، په لنډ وخت کې به په دې ولایت کې پراخه پوځي عملیات پیل شي.

د غزني والي وحید الله کلیمزي د جنورۍ پر۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې تازه له کابله ستون شوی او هلته ولسمشر اشرف غني په دې برخه کې ژمنه ورسره کړې ده.

هغه زياته کړه چې ولسمشر د امنیت ډاډ ورکړی چې هغه ولسوالي سقوط شوې دي، ځیني لویې لارې چې ناامنه دي او وسله وال طالبان هلته موجود دي په دې اړه به عملیات پيل شي.

کلیمزي دا و نه ویل چې عملیات به کله پیلېږي.

د غزني پکتیکا لویه لار وسله والو طالبانو په لاس کې ده او د غزني-کندهار لویې لارې ته هم هر وخت طالبان ورځي.

د دغه ولایت په ۱۸ولسوالیو کې د اکثرو امنیت ښه نه دی.

د برتانیې وزیراعظمې ټیریزا مې له پارلېمانه د باور رایه واخیسته

ټیریزا مې د نتیجې هرکلی کړی

د بریتانیا د وزيراعظمې ضد په پارلېمان کې د بې باورۍ اقدام ناکامه شوی دی.

تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۵مه د پارلېمان مطلق اکثریت له اروپایي ټولنې د هغې د وتلو پلان رد کړی وو.

د دې له کبله د اپوزيشن کارګرانو یا لېبر ګوند په پارلېمان کې د ټیریزا مې ضد بې باورۍ تحریک داخل کړ.

خو د جنورۍ ۱۶مې پر ماخوستن، د ټیریزا مې په حق کې ۳۲۵ او مخالفت کې يې ۳۰۶ غړو رایې ورکړې او هغه پر خپله دنده پاتې شوه.

نوموړې تر دې وروسته په وینا کې د نتیجې هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې له اروپايي ټولنې څخه د برتانیې ایستلو هڅو ته دوام ورکوي.

له قانون سره سم، برتانیا باید د مارچ تر ۲۹مې له اروپايي ټولنې ووځي.

یو شمېر کتونکي فکر کوي چې ښایي مې له ټولنې څخه د وتلو نېټه وځنډوي او یا بیا پر دې موضوع ټولپوښتنه وکړي.

امریکا د ځمکې مدار ته د ایرانۍ سپوږمکۍ استولو هڅه غندلې

امریکا د ایران له لوري د ځمکې مدار ته د سپوږمکۍ لېږدولو هڅه غندلې او خبرداری یې کړی چې واشنګټن له نړیوالو ارزښتونو څخه د ایران د دې بشپړې سرغړونې پلوي نه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو تر هغې څو ساعته وروسته بیان ورکړ چې ایران د جنورۍ پر ۱۵مه وویل، په یوه سپوږمکۍ یا سیټېلایټ سمبال راکټ یې له ځمکې خلا ته د استولو هڅه کړې چې ناکامه شوې.

د ایران دا هڅه او د امریکا سخت غبرګون په سیمه کې د ترینګلتیا زیاتېدو ته اشاره کوي.

واشنګټن غواړي پر تهران د اټومي او توغندیو پروګرامونو پر سر فشار زیات کړي.

د برتانیا پارلېمان د وزیراعظمې پلان رد کړ

ټیریزا مې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په اړه وینا وکړه

له اروپايي ټولنې څخه د وتلو یا برېګزیټ په اړه د وزیراعظمې ټیریزا مې پلان یا طرحه د برتانیې پارلېمان په غوڅ اکثریت رد کړه.

د پارلېمان ۲۰۲ استازو د طرحې په حق او ۴۳۲ یې په مخالفت کې رایې ورکړې.

دا د برتانیې په پارلېماني تاریخ کې ستره ماتې بلل کېږي.

د جنورۍ پر ۱۵مه، تر دې بدلون وروسته د اپوزیشن مشر جېرمي کوربېن غوښتنه کړې ده چې وزیراعظمه مې دې له پارلېمانه یو ځل بیا د باور رایه ترلاسه کړي.

ټاکل شوې نوموړې د جنورۍ پر۱۶مه له پارلېمانه د باور رایه وغواړي.

د ۲۰۱۶ز کال په جون کې په برتانیا کې له اروپایي ټولنې د وتلو په اړه ټولپوښتنه شوې وه چې خلکو په اکثریت د وتلو په حق کې رایې کارولې وې.

د کینیا پر هوټل په برید کې ۱۵ کسان وژل شوي

برید د پلازمېنې نایروبي په هغه سیمه کې شوی چې پکې بهرنیان اوسي او کار کوي

د کینیا چارواکي وايي، په پلازمېنه نایروبي کې پر یوه مجلل (پینځه ستوریز) هوټل د جنورۍ پر ۱۵مه په وسله وال برید کې د وژل شویو شمېر ۱۵ ته رسېدلی.

په وژلو کې ۱۱کینیايان، یو برتانیوی او یو امریکايی شامل دي.

د دې برید ذمه واري په القاعدې پورې ټړلې وسله والې ډلې الشباب منلې.

د کینیا د کورنیو چارو وزیر فرید ماتیانجي ویلي چې اوس د هوټل ودانۍ د پوځیانو په کنټرول کې ده او لسګونه کسان له سیمې ایستل شوي دي.

بریدګرو په هوټل کې ډزې کړي او د چاودنو غږونه اورېدل شوي.

د ۲۰۱۳ز کال په سېپټېمبر کې الشباب ډلې په نایروبي کې پر یوه لوی پلورنځای برید وکړ او تر درو ورځو یې خلک یرغمل کړي ول چې پکې ۶۷ کسان وژل شوي دي.

بريتانوی پارلېمان له اروپايي اتحاديې د وتلو پر وړانديز وروستۍ رايې ورکوي

د بریتانیا پارلېمان.

ټاکل شوې چې د جنورۍ پر ۱۵مه د بریتانیا پارلېمان برېګزيټ یا د حکومت هغه وړانديز ته رایې ورکړي چې له مخې یې دا هېواد له اروپايي اتحادیې وځي.

دا په ‌داسې حال کې ده چې وزيراعظمې تېريزا مې تر وروستۍ شېبې پورې د دې وړانديز د ملاتړ لپاره د رایو ترلاسه کولو هڅه وکړه.

د بریتانیا د عوامو په جرګه کې نننۍ رایې د هغو هڅو په لړ کې وروستۍ دي چې هدف‌یې د برېګزيټ بریالي کول دي خو زياتره سیاسي کارپوهان اټکل کوي چې ښايي دا هڅې ناکامې شي.

مېرمن مې د جنورۍ پر ۱۴مه خبرداری ورکړ چې که د عوامو جرګه دا وړانديز رد کړي، نو له اروپايي اتحادیې د بریتانیا د وتلو پلان به زیانمن شي.

هغې زیاته کړه چې د دې طرحې رد به د بریتانیا د خلکو له رایې سره خیانت وي.

د روان ۲۰۱۹م کال د مارچ ۲۹مه هغه مهلت دی چې بریتانیا باید په رسمي توګه له اروپايي ټولنې ووځي.

که دا وړانديز نن رد شي، نو د برېګزېټ برخلیک به هم مبهم پاتې شي.

د کورمې په بازارونو کې د بجلۍ ميټرې لګول پېل شوې

په کورمه کې د بجلۍ میټرې لګول پیل شوې.

په کورمه کې په مارکېټونو او دوکانونو کې د بجلۍ ميټرې لګول پېل شوي دي.

د هنګو ډيويژن د بجلۍ محکمې مشر ابرار حسېن د جنورۍ پر ۱۴مه مشال راډیو ته وويل چې اوس به خلک د خېبر پښتونخوا د نورو ضلعو په شان هره میاشت د بجلۍ بلونه جمع کوي.

د سیمې د بجلۍ محکمه وایي تر اوسه یې یوازې په صده ښار کې تر ۴۰۰ زیات د بجلۍ میټرې لګوللې دي.

بلخوا خلک وایي په سیمه کې د بجلۍ له سخت لوډشېډنګ سره مخامخ دي او حکومت بايد په لومړي سر کې دغه ستونزه هواره کړي.

کوهستان کې د کمر پرېوتو له کبله اته مزدوران مړه شوي

کوهستان.

د خېبر پښتونخوا د کوهستان داسو سيمه کې له یو غر څخه د کمر پرېوتو له وجې اته مزدوران مړه شوي دي.

د کوهستان د پوليسو مشر عبدالصبور د جنورۍ پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې پېښه تېره شپه هغه وخت مخې ته راغله چې دغو مزدورانو د داسو پاور پراجيکټ په نامه له یوې چینایي کمپنۍ سره تر کار کولو وروسته کمېلې سیمې ته تلل چې دقراقرم پر لويه لاره یې پر ګاډي له غره څخه ملبه راپرېوته او په ګاډي کې سپاره اته واړه مزدوران مړه شول.

بلخوا د سیمې خلک وایي چې د چاينا پاور پراجيکټ او چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ لاندې په روانو منصوبو کې د مزدورانو د ژوند خوندي ساتلو او نورو حفاظتي تدابيرو ته هېڅ پام نه کېږي.

سوات کې د پوليسو د رويې پر ضد شکايتي مرکز پرانيستل شوی

د سوات نقشه.

د سوات په سیدو شریف کې د پولیسو د رویې خلاف د شکایت درجولو لومړی مرکز پرانستل شوی دی.

د ملاکنډ پولیسو مشر محمد سعید خان وزیر د جنورۍ پر۱۴مه د دغه مرکز د پرانيستې پر وخت مشال راډیو ته وویل چې د دا ډول مرکزونو د پرانيستلو مقصد پولیس د خپلو اختیاراتو له غلط استعمال څخه راګرځول دی.

سعيد وزير زياته کړه، په دغه مرکز کې به یو پولیس افسر ناست وي او د خلکو شکایتونه به درج کوي.

د نوموړي په وينا خلک کولی شي چې د اي مېل او موبایل پېغام له لارې هم خپل شکایت درج کړي.

ریاض د جمال خاشقجي د وژونکو احتساب هوډ کړی: پامپېو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو (کیڼ) په ریاض کې له شهزاده محمد بن سلمان سره ویني

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو ویلي، سعودي واکدارانو بیا هوډ کړی دی چې د خبریال جمال خاشقجي د وژونکو محاسبه به کوي.

نوموړي د جنورۍ پر ۱۴مه له سعودي پاچا سلمان او شهزاده محمد بن سلمان سره تر لیدو وروسته وویل، دواړو مشرانو د احتساب پر اړتیا ټینګار کړی.

دی وویل، واشنګټن له ریاضه تمه لري چې په وژنه کې د ککړ هر کس احتساب وکړي.

د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې سي ای اې په خپله ارزونه کې پر شهزاده سلمان تور پورې کړی چې د خاشقجي د وژنې امر یې کړی وو.

سعودي چارواکي دا تور ردوي.

خاشقجي د ۲۰۱۸ز کال د اکتوبر پر دویمه په استنبول کې د سعودي عرب په کونسلګرۍ کې وژل شوی وو.

جمال خاشقجي د سعودي شاهي کورنۍ له سختو ناقدانو څخه وو.

ریاض وايي، د نوموړي د وژنې په تور پر ۱۱ کسانو مقدمه چلوي.

ترکیې په بیا بیا له ریاضه غوښتنه کړې چې تورن کسان دې وروسپاري.

د امریکا ولسمشر د حکومت د بندیز جاري ساتلو خبرداری ورکړ

ولسمشر ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکومت په جزوي توګه د بندیز جاري پاتې کېدو خبرداری ورکړی دی.

دا د هېواد په تاریخ کې لومړی ځل دی چې حکومت تر دومره اوږدې مودې پورې بند پاتې کېږي. ولسمشر ټرمپ د دې تور په ډېموکریټ ګوند پورې کوي.

نوموړي د جنورۍ پر ۱۲مه په خپل یو ټویټر پیغام کې وویل، دا لړۍ به ترهغې جاري وي چې د ډیموکرېټ ګوند غړي له رخصتیو ستانه شي او کار شروع کړي.

د جنورۍ پر ۱۱مه د کانګریس د استازو د جرګې او د سېنېټ د غړو غونډې د اونیزې رخصتۍ لپاره و ځنډیدې او تمه ده چې له ګل ورځې څخه به بیا کار شروع کړي.

په جزوي توګه د دې بندیز په نتیجه کې، د وفاقي حکومت خوا و شا ۸۰۰ زره کارکوونکي یا بې کاره ناست دي او یا هم له تنخا بغیر کار کوي.

د بجټ په منظورۍ کې دا ستونزه له هغې وروسته شروع شوه چې ولسمشر ټرمپ له میکسیکو سره پر پوله د دیوال جوړولو لپاره له کانګریس نه پنځه اربه ډالر و غوښتل خو ډیموکریټ ګوند ورسره دا خبره و نه منله.

کاناډا سعودۍ نجلۍ ته پنا ورکړه

راهف محمد القونون

د کاناډا حکومت هغې ۱۸ کلنې سعودۍ نجلۍ ته پنا ورکړې چې ادعا یې کړې وه که خپل وطن ته ستنه شي نو د کورنۍ لخوا به یې ووژل شي.

دغه نجلۍ چې راهف محمد القونون نومېږي، په ټولينزو رسنيو له کمپاين پيلولو وروسته د نړیوالو پام ځان ته ګرځولی وو.

د کاناډا د بهرنيو چارو وزير د جنورۍ پر ۱۲مه، په ټورننټو هوايي ډګر کې د راهف القونون هرکلی وکړ. تر دې مخکې د یاد هیواد وزيراعظم اعلان کړی وو چې دغه سعودۍ نجلۍ به د کډوالې په توګه ومني.

د راهف قضيي په سعودي عرب کې د مېرمنو د حقونو په اړه بحثونه راپارولي دي. ګومان کېږي چې ډیرې ښځې د خپلو کورنیو لخوا د ناسم چلند له وجې تښتیدلې دي او په دې وروستیو کلونو کې په بهرنیو هیوادونو کې د پنا غوښتلو هڅه کوي.

د مقدونیا پارلېمان د دغه هېواد نوم بدل کړ

د مقدونيا پارلېمان يوایيني ترميم منظور کړی چې له مخې به يې د دغه هېواد نوم په شمالي مقدونيا جمهوريت بدل شي.

د جنورۍ پر۱۱مه د مقدونيا د پارلېمان په ۱۲۰ غړو کې ۸۱ د نوم بدلولو په حق کې رايي واچولې. خو د اپوزيشن ګوند مشرانو له رايو بايکاټ وکړ.

دا رايي شمېرنه د مقدونيا د وزير اعظم او د نوم د بدلون مخالفه پارلېماني غړو ترمنځ د دريو ورځنيو خبرو وروسته شوې.

د مقدونيا د نوم بدلون به مرسته وکړي چې له يونان سره د دغه هېواد د يوې لسيزې ستونزه هواره شي او د اروپايي ټولنې او ناټو سازمان په غړيتوب کې به هم دغه هېواد ته زمينه برابره کړي.

فاریاب کې د طالبانو یو مهم قومندان وژل شوی

د افغانستان امنتیي چارواکي وايي، په فاریاب کې یې د طالبانو یو استخبارتي چارواکی له څو نورو وسله والو سره وژلی دی.

د افغانستان په شمال کې ۲۰۹ شاهین قل اردو د جنورۍ پر۱۲مه په یوې اعلامیې کې ویلي، د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې په یو هدفي برید کې د دې ولایت لپاره د طالبانو استخباراتي مسؤل قاري صبغت الله له خپلو شپږو وسله والو سره وژل شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې قاري صبغت الله په فاریاب کې د طالبانو مهم استخباراتي چارواکی و چې په یو دقیق هوايي برید کې په نښه شو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، په هلمند کې یې د طالبانو د وسلو او مهماتو یو زېرمه له منځه وړې ده.

د ملي امنیت ریاست په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د ملي امنيت ځواکونو د جنورۍ پر ۱۱مه شپه د يو لړ ځانګړو عملياتو په پايله کې چې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د طالبانو د يو مهم قوماندان قاري ظاهر پر قرارګاه او ډيپو تر سره شوي، په زياته کچه چاودېدونکي او مخدره توکي نیولي دي.

دوی وايي، په دې عملیاتو کې د قاري ظاهر دوه وسله وال هم وژل شوي دي.

امریکا له شامه د سرتېرو ویستل پېل کړل

په شام کې امریکايي ځواکونه

امریکا وایي له شامه یې د امریکا او اتحادیانو د سرتېرو ویستل پیل کړي دي.

د امریکا د پوځ ویاند کرنل شان ریان د جنورۍ پر۱۱مه په خپره کړې اعلامیه کې ډېر جزیات نه دي ورکړي خو یوازې دومره یې ویلي دي چې له شامه یې په خپله خوښه پوځیانو د ویستلو لړۍ پېل کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي، امنیتي تدابیرو ته په پام سره سرتېرووتنې د کره نېټې او ځای په اړه مالومات نه شریکوي.

په شام کې بشري حقونو د څار برتانوي میشته اداره وایي د شام په رمیلین هوایي اډه کې د امریکایي سرتېرو کمېدل پېل شوي دي.

ویل کېږي چې د سرتېرو د وتنې بهیر پیل د جنورۍ پر۱۰مه شوی دی.

د امریکا ولسمشر د ډېسېمبر پر ۱۹ له شامه د سرتېرو د ویستو اعلان کړی و.

ډېر ژر به خلا ته راکټونه ولېږو: روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي ژر به د هیواد جوړو راکټونو له لارې دوه سپوږمکۍ یا سیټلایټونه خلا ته ولېږي.

نوموړي دا اعلان د امریکا د اندېښنو باوجود کړی چې په باور یې دا عمل ښايي د هیواد بیلیسټيک میزایلي نظام لا پرمختیا کې مرسته وکړي.

د ایران سرکاري ټي وي وايي چې روحاني دا خبره د جنورۍ پر۱۰مه د پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني د مړینې د یاد په یوه دستوره کې وکړه.

خو روحاني د راکټو یا سیټلایټونو په اړه نور وضاحت ور نه کړ.

روانه میاشت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ایران ته خبردارې ورکړی و چې د دریو راکټونو خلا ته د لېږلوله (پاروونکي) پلان نه پشا شي.

نوموړي دعوی وکړه چې د ایس ایل وي په نوم دغه راکټې اټومي صلاحیت لرونکو بیلیسټیک میزایلو ته ورته دي او که تهران دا کار کوي نو دا به د ملګرو ملتونو د قرارداد سرغړونه وي.

محب له چیني چارواکو سره د افغانستان پر سوله غږیدلی

د چین بهرنیو چارو وزیر یانګ يي او د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د جنورۍ پر۱۰مه د چین له بهرنیو چارو وزیر سره د هېواد پر سوله خبرې کړې دي.

د ملي امنیت سلاکار دفتر بېګا په یوه بیان کې ویلي چې حمد الله محب د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره پر دوه اړخیزه اړیکو او پر سیمه ییز ثبات وغږېد.

اسوشي اېټېډ پرېس اژانس وايي، وانګ يي نوموړي ته وویل چې بیجنګ په افغانستان کې د سولې او سیاسي جوړجاړي د هڅو ملاتړ کوي.

حمد الله محب بیجنګ ته تر پروني سفر مخکې په هند کې وو او هلته یې د خپل سیال تر څنګ له یو شمېر چارواکو سره د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړې.

په عین وخت کې د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر او د افغان ولسمشر استازی عمر داودزی لا هم په پاکستان کې دی او هلته یې په بېلا بېلو غونډو کې له چارواکو سره پر امن او اوږد مهاله ثبات خبرې کړې دي.

د شمالي کوریا مشر غواړي له امریکايي ولسمشر سره وویني

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ ته ویلي، له امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره دویمې سرمشریزې ته تیار دی.

د چین او شمالي کوریا دولتي خبري اژانسونو د جنورۍ پر ۱۰مه ویلي، دا خبره کېم د چین په دوه ورځني سفر کې شي ته کړې.

اژانسونه وايي، کېم دا هم ویلي دي چې له اټومي وسلو د کوریا ټاپووزمې پاکولو نتیجې ته هم رسېدل غواړي.

کېم تر خبرو وروسته په ځانګړي پوځي اورګاډي کې پیانګ یانګ ته ستون شوی دی.

دا په تېرو ۱۰ میاشتو کې د نوموړي چین ته څلورم سفر وو.

بیجنګ د پیانګ یانګ یوازینی لوی متحد دی.

چینايي ولسمشر ویلي، د کېم او ټرمپ د دویمې سرمشریزې ملاتړ کوي او ورڅخه د ښو پایلو هیله لري.

واشنګټن د دې خبر په غبرګون لا څه نه دي ویلي.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG