د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پښتون خبریال زمان مسود قاتلان دې ونیول شي"


وژل شوی خبریال زمان مسود
وژل شوی خبریال زمان مسود

د خبريالانو ژغورني نړۍوال سازمان د اسیا برخې مشر وايي بوب ډټز وايي، هرڅوک د وژنې ذمه واري مني خو يوه خبره په ډاګه ده چې پاکستان د وژونکوازاد ګرځېدو تاريخ رقم کړی دی.

د خبريالانو ژغورني نړۍوال سازمان «کمېټي ټو پروټکټ جرنلسټس» پر پاکستاني حکومت غږ کړی چې د خبريال زمان مسود د وژلوپېښې پلټنه دې وکړي.

د سازمان اسيا برخې مشر بوب ډټز د چارشنبې په ورځ په خپل يو بيان کې ويلي چې د زمان مسود وژنه د دې غوښتنه کوي چې چارواکي يې په دقيقه توګه پلټنې وکړي.

نوموړی زياتوی زمان مسود ځکه وژل شوی وي چې د بشري حقونو سازمان « هيومن رايټس واچ» سره يې کار کولی او يا دا چې خبريال وو خو اصل خبره دا ده چې بايد هرو مرو یې د مرګ پلټنه وشي.

د ده په وينا که يې هرڅوک د وژنې ذمه واري مني خو يوه خبره په ډاګه ده چې پاکستان د وژونکوازاد ګرځېدو تاريخ رقم کړی دی.

زمان مسود پرون سېشنبه په ټانک کې موټرساييکل سورو نامالومه وسله والو په ډزو و واژه او وروسته يې د طالبانو يو قومندان قاري سيف الله سيف د وژني ذمه واري قبوله کړه.

طالب قوندان ويلي چې زمان مسود يې ځکه و ژلی چې د ده په خبره د دوی په خلاف يې ليکنې کولې او زياته يې کړه چې څو نور خبريالان يې هم په پام کې دي چې ډېر ژر به يې په نښه کړي.

زمان مسود د امت ورځپاڼي لپاره کار کولی او له جنوبي وزيرستانه د پاکستان د بشري حقونو سازمان هيومن رايټس کميشن استازی وو.

د کميټي ټو پرټيکټ جرنلټس په بيان کې راغلي، دوی چې د خبريالانو د قاتلانو د ازاد ګرځېدو په اړه د هېوادونو په کچه کومه درجه بندي کړې ده په هغوی کې پاکستان په نهم نمبر راځي.

د سازمان په وينا په تېره يوه لسېزه کې ۲۲ خبريالان داسې دي چې لا یې هم قاتلان خلاص ګرځي.

سازمان زياتوي، خبريالانو ته د پوځ، جاسوسي ادارې، سياسي ګوندونو، جرايم پيښه ډلو، وسله وال تنظيمونو او کرپټ ځايي مشرانو لخوا دړکې ورکول کيږي.

XS
SM
MD
LG