د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه اروپا ته د خلکو قاچاقولو یوه ډله نیول شوې


د اروپايي ټولنې قانون پلي کوونکې ادارې داسې ۲۹ کسان نیولي چې له پاکستانه به یې خلک اروپايي ټولنې ته بیول او په غلامانه حالاتو کې به یې ورباندې جبري کار کاوه.

یوروپول یا د اروپايي ټولنې پولیسو د سېشبنې پر ورځ وویل، دا کسان یې د تېرې میاشتې پر ۲۴مه او ۲۵مه په هسپانیې او پولینډ کې پر رسټورانټونو او کورونو د چاپو پر وخت نیولي.

د دې چاپو موخه د کډوالو اروپا ته د وروستونکو یا قاچاقوونکو پر ضد اقدامات ول.

یوروپول وايي، یوې منظمې پاکستانۍ جنايي ډلې به دا خلک د لیبیا یا ترکیې له لارې اکثر په داسې کښتیو کې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته بیول چې په بحر یا سمندر کې د چلولو وړ به نه وې.

دا اداره وايي، اروپايي ټولنې ته وروستل شوي نوي کسان به د کبابو په رسټورانټونو کې کار کولو ته مجبورول کېدل چې د سفر او کاغذونو لګښتونه پوره کړي.

یوروپول زیاتوي، له هر یوه کډواله به تر ۱۵۰۰۰ پورې امریکايي ډالر اخیستل کېدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG