فارس خبري اژانس وايي، په شام کې د ایران انقلاب ساتونکي ځواک یو لوړپوړی افسر وژل شوی دی.
اژانس د سېشنبې پر ورځ وویل، دا په تېره میاشت کې په شام کې د ایران څلورم قومندان دی چې وژل کېږي.
دې اژانس وویل، د مصطفا عزت الله سلیماني په نوم دا قومندان د شام په شمالي ښار حلب کې وژل شوی.
ایرانۍ خبري رسنۍ وايي، د اکتوبر له نهمې نېټې راهیسې تر اوسه په شام کې ۲۰ ایراني وګړي وژل شوي دي.
ایران د شامي ولسمشر بشارالاسد رژیم ملاتړ کوي خو په رسمي ډول یې د هغه مرستې لپاره ځواکونه نه دي وراستولي.