د لاسرسي ځای

تازه خبر

”پر خپله خاوره پردۍ ژبه غلامی ده“


”پر خپله خاوره پردۍ ژبه غلامی ده“
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:01 0:00

د ډاکټر خان تحریک په نامه د مدنی ټولنو غړو د نهې ورځ په پېښور کې د پښتنو پر خاوره د پښتنو خپلې ژبې ته د یوې علمي او تعلیمي ژبې حیثيت ورکولو په لړ کې په یوه نوي ډول خپل احتجاج وښود. دوی پر خپلو مخونو د عمران خان انځوریزه څېرې تړلې وې او پر خپلو سرونو یې د بریتانیا د غلامۍ زنځیرونه او تالې لګولې وې. دوی د تحریک انصاف په مشرۍ د صوبايي حکومت هغه پرېکړه وغندله چې د پښتونخوا په ټولو تعلیمي ادارو کې به بنیادي تعلیم په انګریزۍ ژبه وي. دوی اندېښنه وښودله چی دا په خپله خاوره یو ډول غلامي ده چې د خپلې مورنۍ ژبی پر ځای دوی ته د نورو قامونو په ژبو تعلیم ورکول کېږی نور حال د غلام غوث په کښلې ویډیو کې

XS
SM
MD
LG