د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د افضل خان لالا پر مړینه خپګان ښودلی


د افغان حکومت اجرائیه ریاست د عدم تشدد د تګلارې د مبارز او د مخکښ ملت پاله سیاستوال افضل خان لا لا پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

اجرائیه ریاست په یوې اعلامیه کې د افضل خان لالا مړینه د عدم تشدد د مفکورې،ملت پالنې، اود افغانستان او سیمې لپاره نه لوي زیان بللی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې ارواښاد افضل خان لا لا د عدم تشدد د مفکورې او دټولنیز انصاف د عملي کیدو لپاره زیات کړاونه تېر کړي دي.

اجرائیه ریاست مرحوم افضل خان لا لا د افغانستان یو ریښتینی دوست او خواخوږی بللی دی.

افضل خان لا لا د تیراتوار په ورځ د ورپیښې ناروغی له امله د ۸۹ کلنې په عمر کې د اسلام اباد په یوه هسپتال کې له نړی سترګې پټې کړې او هم په دغه ورځ دسوات په دروشخیله کې خاورو ته وسپارل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG