د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبر کې له خېبر پښتونخوا سره د یوځای کېدو جرګه


په خېبر کې له خېبر پښتونخوا سره د یوځای کېدو جرګه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:42 0:00

د اتوار په ورځ د خېبر ایجنسۍ په جمرود شاه کس سیمه کې د ( قبایلو حقوق کانفرنس) جرګه کې له فاټا د قامي اسمبلۍ غړیو، د سیاسي ګوندونو استازیو، مشرانو او وکیلانو د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د فاټا ایني حیثت بدلولو لپاره د وړاندې کړل شوې مسودې ملاتړ او اېف سي ار نظام ختمولو غوښتنه وکړه. په جرګه کې دا اعلان هم وشو چې به د روانې میاشتې پر شپاړلسمه نېټه په اسلام اباد کې به هم د پارلیمان مخې ته د خپلو غوښتنو لپاره راټولېږي. یاده دې وی چې څه موده مخکې د قبایلی سیمو د پارلیمان غړو د پاکستان قامي اسمبلې په سیکریټرېټ کې د فاټا اییني حیثیت بدلولو لپاره یو بل وړاندې کړی چې موخه یې قبایلي سیمې په خېبر پښتونخوا صوبه کې ورګډول دي. خو بیا د قبایلی سیمو نور پخواني پارلماني غړي او قومي مشران د بل مخالفت کوي او ځان ته د یوې بېلې صوبې یا ازاد کونسل غوښتنه کوي. له خېبره د فرهاد شینواري ویډيو

XS
SM
MD
LG