د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان خاصه دار ته کمه تنخا ورکول کېږي


د شمالي وزیرستان د خاصه دار ځواک سرتېرو پر پولیټیکل انتظامیې تور پورې کړی چې د دوی له تنخاګانو یې څه باندې ۱۱ لکه روپۍ ګرځولې دي.

د خاصه دار ځواک سرتېرو د پنجشنبې ورځ په بنو کې تر غونډې وروسته مشال راډيو ته وویل، په جرګه کې یې له حکومت سره پرېکړه کړې وه چې کومه جرمانه به پرې لګوي خو اوس یې ترې لکونه روپۍ ستنې کړې دي.

دوی ګواښ وکړ چې که تنخاګانې پوره ورنکړل شوې نو په پېښور کې به د ګورنر دفتر مخې ته احتجاج پیل کړي. هلته د پولیټیکل انتظامیې چارواکي وايي، د جرګې د پرېکړې درناوی به کوي او دا مسله څېړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG