د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ:د یوه قومندان په ګډون دوه وسله وال ووژل شول


د کونړ امنیتي چارواکي وايي، د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې د القاعده ډلې یوه قومندان بلال الطیب په ګډون دوه وسله وال وژل شوي دي.

امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخېل نن(جمعه) مشال راډيو ته وویل، هوايي برید تېره شپه په غازي اباد ولسوالۍ کې شوی.

وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG