د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام د شخړې ختمولو په اړه خبرې روانې دي


په ویانا کې د شام شخړې ختمولو په اړه د نړیوالو بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ خبرې تر شپې ناوخته روانې وې.

د شامي ولسمشر بشارالاسد سیمه ییز ملاتړی ایران په لومړي ځل د دمشق له بل مهم ملګري روسیې سره په دې خبرو کې برخه اخلي.

د امریکا بهرنیو چارو سلاکار ټام شانون بېګا وویل، جان کیري غواړي ایران او روسیې ته ووايي چې هېواد یې بشار الاسد هڅوي چې واک پرېږدي.

د سعودي عرب بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر بي بي سي ته ویلي، که د سولې خبرې نه وي نو دوی به د اسد مخالفانو ملاتړ کوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري بېګا له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره خبرې وکړې او بیا د شپې ناوخته د ګڼ اړخیزه خبرو تر پیل مخکې یې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف او د ترکیې او سعودي عرب له بهرنیو چارو وزیرانو سره جلا جلا ولیدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG