د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو د پکتیا شپږو ولسوالیو ته لارې تړلې دي


د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، وسله والو د یوه غره په ماتولو سره د ولایت شپږو ولسوالیو ته تلونکې لار تړلې ده.

د پکتیا امنیه قومندان زلمي اوریاخېل نن(جمعه) مشال راډيو ته وویل، وسله والو لومړی د میرزکي ولسوالۍ په شوات کې غر مات کړی او بیا یې بمونه ښخ کړي چې له کبله یې له ډنډ پټان، جاني خېل، احمد خېل، څمکنیو او ځاځي اریوب ولسوالیو ته تلونکی سړک تړل شوی.

وسله وال طالبان وايي، پر ولسوالیو یې د برید لپاره لار تړلې.

د یوه بل خبر تر مخه، د پنجشنبې پر ورځ د پکتیا په سیدکرم ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې د مچلغو بند څلور کارکوونکي وژل شوي او دوه ژوبل دي.

د برید مسوولیت چا نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG