د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو د چارو وزارت له جرمني او نورو اروپايي هیوادونو غوښتنه کړې چې په اوسنیو شرایطو کې افغانان له خپلو هیوادونو ونه باسي.
د دې وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل د چارشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې اروپايي هیوادونو ته تللي افغانان اقتصادي مهاجر نه دي بلکې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د امنیت د خرابوالي له کبله پر تلو مجبوره شوي دي.
د راپورونو له مخې افغانانو د اوبو له خطرناکو لارو او په زیاتو لګښتونو اروپايي هیوادونو ته پناه وړې ده.
خو د جرمني د کورونو چارو وزير ویلي چې د افغانستان او بالکان هغه زرګونه کډوال به بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه کړي چې د پناه درخواستونه يې رد شوي دي.