د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر ۱۱۵ ته رسېدلی


د ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي تیر ماښام په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې دغه شمیرې ښایې بدلې شي.

بل پلو افغان ولسمشر اشرف غني سپارښتنه کړې چې د زلزلې له کبله د اوښتو مالي او ځاني زیانونو ، زلزله ځپلو ته د مرستو لپاره د شته امکاناتو او هم د نړیوالو مرستو د څرنګوالي او اړتیاوو په اړه باید ژر تر ژره یو فهرست جوړ شي.

نوموړي دا څرګندوني د سېشنبې پر ورځ د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې له هغه وروسته وکړي چې د افغانستان د زیانمنو شوو ولایتونو له والیانو سره یې د ویډیو کنفرانس له لارې خبري وکړې.

ولسمشر اشرف غني ویلي چې د ټپیانو د انتقال او هم د مرستو د رسولو لپل ره باید تر ډېره د هوايي ځواک له امکاناتو کار واخستل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG