د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان اووه عسکر وژل شوي دي


په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان اووه عسکر وژل شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:29 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ډېره اسماعیل خان: په جنوبي وزیرستان کې له وسله والو سره د یو نښتې پر مهال د پاکستان د ایف سي ځواک لږ تر لږه اووه عسکر وژل شوي دي. دا پېښه د سېشنبې په شپه د جنوبي وزیرستان د انګور اډې په سیمه کې و ډيورنډ کرښې ته نژدې رامنځ ته شوې ده. د پاکستانیو چارواکو په وینا ، د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځه نښته شوې چې اوه عسکر پکې وژل شوي او دوه بې درکه شوي دي. د استخباراتي ادارې یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې وسله والو د پاکستانیو ځواکونو پر یوه پوځي پوسته برید وکړ چې په نتیجه کې یې د سهار تر څلورو بجو نښته جاري وه. په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو د مجلس عسکري ډلې ویاند عبدالله وزیرستاني له نامالومه ځایه د ټلیفون له لارې مشال راډیو ته وویل چې دا برید دوی کړی دی او هغه تر یاده شوې د زیاتې مرګې ژوبلې ادعا وکړه. په دې اړه د سېلاب محسود رپوټ دلته واورئ

XS
SM
MD
LG