د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هېلمند کې ۱۲ وسله وال وژل شوي دي


چارواکي وايي، د هېلمند په روانو عملیاتو کې یې ۱۲ مشکوک وسله وال وژلي او ۲۰ یې ټپي کړي دي.

په هېلمند کې د ملي اردو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغان ځواکونو دا عملیات په نادعلي او باباجي سیمو کې روان دي چې پکې ۲۰ وسله وال ژوبل شوي هم دي.

خبرپاڼه وايي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د ولایتي مرکز لښکرګاه اړونده د ابراهیم زیو، چارباغ او لویې هدیرې په سیمو کې عملیات روان دي.

خبرپاڼه وايي، په عملیاتو کې افغان سرتېرو ته زیان نه دی اوښتی. وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG