د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان : په تازه جګړو کې ۱۹ حکومتي سرتیري وژل شوي دي


فایل فوټو
فایل فوټو

د افغانستان دفاع وزارت وايي په تیرو دوو شپو ورځو کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د ملي اردو ۱۹ سرتیري وژل شوي دي.

له دفاع وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه سرتیري د سړک غاړي په ماینونو او د وسله والو مخالفینو سره مخامخ جګړو کې وژل شوي دي.

په اعلامیه کې همدارنګه په ورته وخت کې په ننګرهار ، کابل، غزني، هرات، فراه، بادغیس ، کندز، بدخشان ، فاریاب، جوزجان، او هلمند ولایتونو کې د عملیاتو د تر سره کولو خبر هم ورکړل شوی دی.

اعلامیه زیاتوي چې د افغان ګډو ځواکونو له خوا د تر سره شویو عملیاتو پرمهال د عمر په نوم د وسله والو د یوه قومندان په ګډون ۱۹۷ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.

بل لورته د کندهار امنیتي چارواکي وایي چې نن سهار د میوند ولسوالۍ په بند تیمور سیمه کې څلور وسله وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG