په امنیتي او بهرنیو چارو کې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز وايي امریکا او پاکستان پر دې سلا شوي چې د افغانستان مسئلې حل جګړه نه بلکې مزاکرات دي.
سرتاج عزیز دا خبرې تیره ورځ په امریکا کې د امریکا غږډیوه ریډیو سره د مرکې پر مهال وکړې.
نوموړي زیاته کړه چې امریکا ته د وزیراعظم نواز شریف دوره کامیابه وه اونوموړي هلته له امریکايي چارواکو سره د ایټمي پروګرام ، حقاني شبکې ، امنیت ، افغانستان ،هند او دغسي په نورو چارو خبري کړي دي.
سرتاج عزیز زیاتوي، که افغان حکومت وغواړي نو د پاکستان حکومت به د افغان حکومت او طالبانو تر مینځ مزاکرات جوړولو کې مرسته وکړي.
بشپړه مرکه دلته واورئ :