د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د قبایلي سیمو استازي دې د قومي اسمبلۍ د سپیکر لپاره رایې مشروطې کړي"


د پاکستان پارلمان
د پاکستان پارلمان

د قبايلي سيمو د لسو سياسي ګوندونو اتحاد د دې سيمو د پارليمان له غړو غوښتې چې د قامي اسمبلۍ د سپيکر د ټاکل کېدو له موقع ګټه واخلي.

اسلام اباد: د قبايلي سيمو د لسو سياسي ګوندونو اتحاد د دې سيمو د پارليمان له غړو غوښتې چې د قامي اسمبلۍ د سپيکر د ټاکل کېدو له موقع ګټه واخلي.

د یاد اتحاد مشران وايي ، په قومي اسمبلۍ کې د قبایلي سیمو استازي باید د نوي سپیکر د ټاکلو لپاره خپلې رایې – ووټونه – په دې پورې مشروط کړي چې حکومت به د قبایلي سیمو آییني حثیت بدلوي.

دا په داسې حال کې ده چې د قبایلي سیمو یو شمېر پارلماني استازو د خپلو سیمو د آییني حثیت بدلولو لپاره قومي اسمبلۍ ته یو بل وړاندې کړی دی.

د آل فاټا سياسي اتحاد د اطلاعاتو سیکرټرنثار مومند د جمعې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان د نورو ګوندونو په څېر بايد د قبايلي سيمو د پارلېمان غړي هم د خپل ووټ ورکړه د دې سيمو د آييني حيثيت له بدلولو سره وتړي.

ياده دې وي چې د قبايلي سيمو د زياتره پارليمان غړو وار له مخه د قامي اسمبلی په سيکټريټ کې يوه قانوني مسوده جمع کړې چې پکې د قبايلي سيمو په خيبر پښتونخوا د ورګډولو هم غوښتنه شوې.

د قبايلي سيمو د لسو سياسي ګوندونو اتحاد غواړي چې قبایلي سیمې دي په خیبر پښتونخوا ورګدې کړل شي.

بل پلو داسې ګوندونه او فکر لرونکې ډلې او کسان هم شته چې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا د ګډېدو مخالف دي.

دا ګوندونه او ډلې غوښتنه کوي چې د قبایلي سیمو دي بېله صوبه وي او یا دي هم د قبایلي ولس یو داسې استازې جرګه – کونسل – جوړ کړل شي چې هغوی بیا په خپله د خپل راتلونکي پرېکړه وکړي.

کوم ګوندونه او ډلې چې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا د ګډېدو مخالفت کوي په هغوی کې تر ټولو زیات فعال پښتونخوا ملي عوامي ګوند دی.

د یاد ګوند مشر محمود خان اڅکزي څو ورځې وړاندې د خیبر پښتونخوا په بنو کې یو غونډې ته وویل چې د قبایلي سیمو د راتلونکي پرېکړه باید د پاکستان پارلمان ونه کړي.

محمود خان اڅکزي وویل ، په کار ده چې د قبایلو یو خپل استازی کونسل وي او هغوی دي بیا دا پرېکړه وکړي چې د خپلو سیمو لپاره څه ډول آییني حثیت غواړي.

XS
SM
MD
LG