د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په عراق کې لسګونه کسان راخوشې کړي


د امریکا دفاع وزارت وايي، امریکايي او عراقیو پوځیانو د عملیاتو پر مهال هغه لسګونه یرغمل کسان خوشې کړي چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې له خوا ((له حتمي قتل عام)) سره مخامخ ول.

د دفاع وزارت ویاند پیټر کوک بېګا وویل، د ژغورنې پروني عملیات د عراق په حویجه نومي وړوکي ښار کې وشول چې پکې یو امریکايي سرتېری هم ووژل شو.

ده وویل، له عراقیو کردیو پوځیانو سره د امریکا ځانګړو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ټول ۷۰ یرغمل کسان خوشې کړل شول.

کوک په بیان کې وویل، عملیات یې هغه مهال پیل کړل چې دوی ((مالومات تر لاسه کړل چې یرغمل شوي کسان له حتمي مرګ سره مخامخ دي.)) دی وايي، پر دې مهال یې د اسلامي دولت ډلې پینځه وسله وال نیولي او یو شمېر یې وژلي هم دي.

ده د وژل شویو وسله والو کره شمېر ورنکړ خو یوه کردي امنیتي سرتېري اسوشي اېټډ پریس اژانس ته ویلي، په عملیاتو کې تر ۱۵ پورې وسله وال وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG