د لاسرسي ځای

تازه خبر

'طالبان دې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني'


د امریکا ولسمشر باراک اوباما له پاکستاني وزیر اعظم نواز شریف سره په سپینه ماڼۍ کې د لیدو مهال
د امریکا ولسمشر باراک اوباما له پاکستاني وزیر اعظم نواز شریف سره په سپینه ماڼۍ کې د لیدو مهال

له ښاغلي اوباما سره تر لیدو وروسته ښاغلي شریف په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، دوی سره سلا شول چې د افغانستان جوړجاړي بهیر به پر مخ وړي.

د امریکا او پاکستان مشرانو له طالبانو غوښتنه کړې چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي.

ولسمشر باراک اوباما او د پاکستان وزیراعظم نواز شریف دا غوښتنه په بېګانۍ خپره شوې ګډه اعلامیه کې کړې. له اوباما سره تر لیدو وروسته شریف په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، دوی سره سلا شول چې د افغانستان جوړجاړي بهیر به پر مخ وړي.

((نن چې مې له ولسمشر اوباما سره خبرې وکړې نو موږ سلا شو چې موږ، امریکا او افغانستان به د [سولې خبرو] عمل پرمختګ لپاره له یو بل سره همکاري کوو.))

له سپینې ماڼۍ په خپرې شوې اعلامیه کې دا هم راغلي چې پاکستاني وزیراعظم امریکايي ولسمشر ته وویل، پاکستان هغه ټول اقدامات کوي چې د حقاني شبکې په ګډون وسله وال طالبان د دوی له خاورې په افغانستان کې خپل وسله والو فعالیتونو ته پرېنږدي.

بلخوا واشنګټن پوست ورځپاڼې پر دې موضوع د مقالې په پیل کې لیکلي چې امریکايي ولسمشر باراک اوباما په تېره اونۍ کې د افغانستان په اړه د خپل پلان اعلانولو پر مهال طالبان او په پاکستان کې د هغوی ملاتړ نېغ په نېغه مخاطب کړل.

ولسمشر اوبا وویل ، امریکايي او ټول نړیوال ځواکونه به یوازې په دې صورت کې له افغانستانه وځي چې هلته طالبان له افغان حکومت سره دوامداره سیاسي روغه جوړه وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې د ولسمشر اوباما له دې وروستي اعلانه وروسته به طالبان او د هغوي پاکستاني ملاتړي د دې جوګه نه وي چې له افغانستانه د وتلو انتظار وکړي.

ورځپاڼې لیکلي چې دا د ولسمشر باراک اوباما لپاره ډېره ښه موقع وه چې پاکستاني وزیراعظم نواز شریف ته په افغانستان کې د روغې جوړې او تل پاتې امن په اړه مخامخ خبره وکړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکايي حکومت پخواني ځانګړي استازي جېمز ډوبینز ورځپاڼې ته ویلي چې دا د ولسمشر باراک اوباما یو داسې قوي اعلان وو چې تر دې وړاندې یې هېڅ کله نه وو کړی.

ورځپاڼې د ولسمشر اوباما او نواز شریف تر ملاقات وروسته د خپاره شوي ګډ بیان په حواله لیکلي چې دواړو مشرانو په افغانستان کې د داسې روغې جوړې د دوام ملاتړ جاري ساتلو هوډ وکړ چې د افغانانو ترمنځ وي او افغانان یې مشري کوي.

ولسمشر اوباما او وزیراعظم نواز شریف پر طالبانو ږغ وکړ چې له افغان حکومت سره دي نېغ په نېغه خبرې اترې پیل کړي.

جېمز ډوبینز پاکستاني پوځ ته په اشاره ویلي چې دا تر اوسه نه ده څرګنده چې د پاکستان امنیتي ادارې به تر کومه حده د وزیراعظم نواز شریف خبرې ومني.

د جېمز ډوبینز په وینا ، که وکتل شي نو هم دې امنیتي ادارو نواز شریف یو ځل وړاندې هم له واکه ګوښه کړی وو.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي چې نواز شریف په داسې وخت کې امریکا ته تللی چې طبالبانو په افغانستان کې بریدونه زیات کړي دي.

جېمز ډوبینز ویلي چې د طالبانو پر خبرو اترو د مجبوره کولو تر ټولو ښه لاره دا ده چې په پاکستان کې د هغوی د پټنځایونو مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG