د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالو سترو ځواکونو له افغانستان سره جدي همکاري پیل کړې


د کارپوهانو په باور که د تره ګرۍ د تمویل په اصلي هېواد فشار را نه وستل شي نو ان دا سیمه ییزې او نړیوالې هڅې هم له ننګونو سره مخ کیدای شي.

د سیمې او نړۍ هېوادونو له تره ګرۍسره د سیمه ییزې همکارۍ په برخه کې په عملي توګه له افغانستان سره خپله همکاري پیل کړې ده.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې، د نړۍ سترو هېوادونو امریکا، روسیې، هند او چین ژمنه کړې چې له تره ګرۍ سره په مبارزه کې جدي همکاري کوي او په دې برخه کې افغانستان یواځې نه پرېږدي.

یو شمیر سیاسي کارپوهان بیا وايي چې د نړۍ او سیمې دا هېوادونه پر پاکستان اغیز لري او همدا یې وخت دی چې په پاکستان کې د وسله والو مخالفینو د پټنځایونو په له منځه وړلو کې پر اسلام اباد فشار راوستل شي.

د تره ګرۍپه له منځه وړلو کې له پاکستانه چې د دې پدیدې د پيدایښت ځای بلل کېږي د افغان حکومت هیلې شکېدلي او اوس وخت په دې کار کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو مرسته لټوي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې په دې اجماع کې د سیمې او نړۍ هېوادونه شامل دي او ژمنه یې کړې چې د تره ګرۍپر ضد مبارزه کې فعاله ونډه اخلي.

خو دا لا معلومه نه ده چې د امریکا، هند، چین او روسیې په شمول د نړۍ او سیمې دا هېوادونه چې د افغان حکومت په دې اجماع کې سره ټول دي څه وخت د تره ګرۍله منځه وړلو ته لستوڼي بډ وهي.

د ولسمشراشرف غني د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي آزادي راډیو ته وویل چې دغو هېوادونو په یاده برخه کې خپله همکاري پیل کړې او دا همکاري روسیې ته د افغان ولسمشر تر سفر وروسته پيل شوې ده.

«ترهه ګرې ډلې چې افغانستان ته ننوځي او غواړي چې زموږ له خاورې د سیمې د هېوادونو واکمنۍ تخریبې کړي هدفونه یې له افغانستانه اوړي. د مثال په توګه چین یادولی شو کله چې موږ له اجماع یادونه کوو ډېرو هېوادونو د افغانستان په دریځ ځان پوه کړی او د افغانستان ريښتینولي یې درک کړې ده.»

ولسمشر غني څو واره له تره ګرۍ سره د مبارزې په خاطر د سیمې او نړۍ د هېوادونو په اجماع ټینګار کړی او تېره ورځ یې هم یادونه کړې چې له پاکستان پرته په دې اجماع کې شامل هېوادونه په دې کار کې له افغان حکومت سره یوځای شوي دي.

سره له دې چې پاکستان هم له تره ګرۍ سره په مبارزه کې په دې اجماع کې شامل دی او سیمه ییز سیالان یې هم د دې ډلې غړیتوب لري. د کارپوهانو په باور که د تره ګرۍ د تمویل په اصلي هېواد فشار را نه وستل شي نو ان دا سیمه ییزې او نړیوالې هڅې هم له ننګونو سره مخ کیدای شي.

یوه افغان کارپوه ډاکټر سردار محمد رحیمي په دې اړه آزادي راډيو ته وویل:

«شرایط داسې دي، کیدای شي هیله ولرو چې پر پاکستان د امریکا متحده ایالتونو فشارونه واقعي و اوسي د دې لپاره چې لږ تر لږه د افغانستان له سولې سره په همکاري کې جدي و اوسي. ان دا چې د منځني ختیځ او د افغانستان مسلې اوس جدي شوي دي او دا کولای شي چې ځینې فکرونه دې ته بدل کړي چې د افغانستان د ثبات لپاره د سیمې او نړۍ د سیالانو څخه ګټه پورته کړي.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې افغان حکومت باید پاکستان ته د امریکا د مرستو بندیدل مستند نړیوالو ته وښيي چې امریکا هم د تروریستانو په وړاندې د پاکستان په سیاستونو باور نه لري.

له دې مخکې هم د تره ګرۍ په له منځه وړلو کې د پاکستان سیاست دوه رنګه بلل شوی و او په دې ټینګار کېده چې باید نړیوال په دې برخه کې له افغان حکومت سره جدي همکاري وکړي.

صفي الله ستانکزی آزادي راډیو کابل

XS
SM
MD
LG