د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې نهه مجرمان په دار شول


د پاکستان د پنجاب صوبې په بېلا بېلو جېلونو کې نن (سېشنبه)نهو کسانو ته پانسۍ ورکړل شوې.

د پاکستان د سرکاري ټي وي تر مخه په اټک کې درو کسانو ته، په لاهور او فيصل آباد کې دوو دوو کسانو، او په سرګودا او بهاولپور کې يو يو کس ته پانسۍ ورکړل شول.

پر دغو کسانو کلونه وړاندې د وژنې تور ثابت شوی و. بلخوا په ملتان کې د يوې زنانه د وژنې په جرم د نيول شوي بندي پانسۍ تر روغې جوړې وروسته وځنډول شول.

د روغې وروستو ځنډولے شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG