د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایټالیاوي سرتېري یو کال نور هم په افغانستان کې پاتې کېږي


ایټالیا په پام کې لري چې د يوه بل کال لپاره په افغانستان کې خپل ځواکونه پریږدي.

دا خبره د ایټالیا وزيراعظم ماتيو رینزي د جمعې پر ورځ وکړه.

دا له هغه وروسته ده دې چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د امريکا پوځي ماموریت اوږد کړ.

نوموړي د ايټلي په وینس پوهنتون کې د وینا پر مهال وویل، ایټالیا په افغانستان کې د څو کلونو راهيسي موجودګي لري او اوس مهال هغوي د امریکا غوښتنه منې چې تر يوه بل کاله په افغانستان کې پاته شي.

ټاکل شوې وه چې د ايټلي ځواکونه له افغانستانه په روان میلادي کال کې ووځي خو اوس به دغه ځواکونه د راتلونکي کال تر پایه پاتې شي.

ایټالیا په هرات او کابل کې شاو خوا اوونيم سوه سرتېري لري چې د ناټو د غير جنګي ماموريت برخه دي او د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او ملاتړ لپاره په افغانستان کې ځای پر ځای دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG