د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په پاکستان کې د محرم لمانځلو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي”


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان ویلي د محرم پر مهال یې د هېواد په حساسو برخو کې د امنیت ټینګولو او فرقه ایزو شخړو د مخنیوي لپاره د ۱۶۰۰۰ نه زیات امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

چوهدري نثار د چارشنبې پر ورځ په اسلام آباد کې رسنیو ته وویل چې دې لړ کې به شاوخوا ۱۰۰۰۰ پوځیان او ۶۳۰۰ ملیشه ځواکونه د امنیت په ټینګولو کې برخه واخلي.

د پنجشنبې پر ورځ په پاکستان کې د محرم اولنۍ ورځ ده. په دې هېواد کې اکثره د محرم په میاشت کې فرقه ايزې شخړې رامنځته کېږي.

په پاکستان کې نژدې شل فیصده(۲۰٪) شییعه ګان ژوند کوي او په تېره یوه لسیزه کې د فرقه ايزو شخړو په نتیجه کې په زرګونو کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG