د پاکستان، پنجاب صوبې جنوبي پلو د ډېره غازي خان په تونسه سمه کې د واکمن ګوند مسلم لیګ ن د قامي اسمبلۍ غړي په انتخابي دفتر کې چاودنې پنځه کسان وژلي او دوه ژوبل دي.
د پاکستان له سرکاري ټيلیویژن سره په خبرو کې د ډېره غازي خان ډي پي او وویل، د چاودنې څرنګوالي لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.
بلخوا د قومي اسمبلې غړي سردار امجد کوسه د پیښې غندنه کړې ده او ویلې دي چې په چاودنه کې د هغه نزدې کسان وژل شوي دي.