د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: ننګرهار کې مو داعش له زوره وغورځاوه


د افغانستان د ځانګړو ځواکونو يو سرباز
د افغانستان د ځانګړو ځواکونو يو سرباز

د افغانستان د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې شينوارو ولسواليوو کې يې وسله وال داسې بد ځپلي چې نور د لوی امنيتي ګواښ پېښولو توان نه لري. د چارواکو په خبره اوس کوشش کوي چې د بشپړ امنيت برابرولو وروسته، د اچين او ورسره نيزدي ولسواليوو بې کوره شوي خلک خپلو سيمو ته په عزت ستانه شي.

افغان امنيتي چارواکي وايي چې ننګرهار ولايت کې يې د وسله والو خلاف د پرمختګ په کولو سره د ترهګرو ملا ورماته کړې ده. دغلته د اچين ولسوالۍ ولسوال حاجي غالب مجاهد پرون مشال ريډيو ته وويل چې له پنځلسو ورځو راهيسې روانو يرغليزو عملياتو کې يې د داعش وسله والې ډلې ۳۲۵ کسان وژلي دي. د نوموړي په خبره هغه خطر چې دې ډلې او طالبانو ننګرهار ته پېښ کړی وو، اوس تر ډېره حده ختم شوی دی.

په غرييزو درو کې سنګر نيوونکي وسله وال د زرو په خوا او شا کې دي او څه موده وړاندې له باجوړ، وزيرستان او اورکزۍ ايجنسيوو ورغلل

حاجي غالب زياته کړه: ((د هر چا غوږونه دي خلاص وي چې موږ فعاله اردو لرو، پوليسو لرو او ملي امنيت لرو. اوس هغه زمانه نه ده چې موږ هيڅ نه درلودل. دوی (داعش وسله وال) ډېر په زور او غرور سره راغلي وو. يوازې د اچين ولسوالۍ نه بلکې د جلال اباد د نيولو خبرې يې کولي خو موږ يې ۳۲۵ کسان ور ووژل او ۲۶۳ نور يې زخميان شول. نو هغه زور يې نه دی پاتې چې دوی دي کومه ولسوالي او يا هم آن کومه امنيتي پوسته ونيسي.))

کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي. حاجي غالب زياته کړه چې د اچين ولسوالۍ په غرييزو درو کې سنګر نيوونکي وسله وال د زرو په خوا او شا کې دي او څه موده وړاندې له باجوړ، وزيرستان او اورکزۍ ايجنسيوو ورغلل چې د پاکستان جاسوسي اداره، ISI يې مرسته کوي. اسلام اباد تل د وسله والو سره همکاري ردوي.

"د وسله والو د ظلم له لاسه مو ډک کورونه پريښودل"
"د وسله والو د ظلم له لاسه مو ډک کورونه پريښودل"

په دي وروستيوو کې ديني عالمانو او قومي مشرانو جلال اباد کې د غونډو په کولو سره امنيتي ځواکونو سره د هر قسمه همکارۍ ډاډ ورکړی دی. د ننګرهار د ولايتي شورا وکيل، ډاکټر لعل محمد درانی وايي چې له پخوا راهيسي ځايونو کې وسله والو موجود دي خو خطر يې ډېر نه دی.

((ګوره، سمه ده چې د ننګرهار د عمومي حالت په اړه به اندېښنې وي خو حالات اوس مهال دومره هم خراب نه دي لکه څومره چې ورته هوا ورکول کيږي.))

خو د افغان امنيتي ځواکونو تر عملياتو دوه نيمې اونۍ مخکې ننګرهار کې حالات ښه نه وو. په سلګونو کورنۍ له اچين ولسوالۍ څخه جلال اباد ښار ته په کډه کولو مجبوره شوي وي. يو کډوال مشال ريډيو ته ويلي وو: ((خپله پوله پټی مو کاوه. په هيڅ مو کار نه درلود خو وسله والو پر موږ سخت ظلم وکړ. ډک کورونه مو پاتې شول.))

پخوانيوو جهادي قوماندانانو د خپلو کسانو د مسلح کولو ويلي وو خو د افغان ملي اردو قوماندانان وايي هيچا ته به دا اجازه ورنکړي او پخپله امنيت نيولی شي

ياده دي وي چې دي وروستيوو کې په پارليمان کې د ننګرهار استازو او پخواني جهادي قومندانانو وويل چې که مرکزي حکومت ياد ولايت ته پام نه کوي نو دوی به خپلو کسانو ته وسلې برابرې کړي او د امنيت لپراه به ګامونه واخلي. خو د پارليمان غړې، آرين يون وايي داسې خلک په شر کې خپلې ګټې لټوي او ځانونه قوي کوي.

((ډاريږو چې ځيني خلک په ننګرهار کې د حکومت يا امنيت راوستلو په نامه ملېشې جوړې نه کړي. که داسې وشول نو بيا به يې کنټرولول اسانه نه وي. بهتره خبره دا ده چې يوازې د افغانستان امنيتي ځواکونه، پوليس، اردو او ملي امنيت د عملياتو چارې پر مخ يوسي تر څو کډه شوې خلک بېرته په عزت خپلو سيمو ته ستانه شي.))

د يادونې ده چې يوه اونۍ وړاندې ننګرهار کې موجود د افغان ملي اردو مشرانو په يوه خبري کنفرنس کې ويلي وو چې هيچا ته به د خلکو د وسله والولو اجازه ورنه کړي او ملي امنيتي ځواکونه د هر قسمه ګواښ ځواب ويلی شي.

XS
SM
MD
LG