د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان : په څلورو ورځو کې څلور میلیونو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کیږي


یو صحي چارواکی یوې ماشومې ته د پولیو څاڅکي ورکوي
یو صحي چارواکی یوې ماشومې ته د پولیو څاڅکي ورکوي

د خېبر پښتونخوا په دیارلسو ضلعو ، قبایلي او نیمه قبایلي سیمو کې د خالي له ورځې راهیسې د پولیو پر ضد څلور ورځنی کمپاین روان دی.

د خېبر پښتونخوا د حاظتي ټيکو او واکسېنو د ادارې وياند ډاکټر رحيم خټک پرون مشال راډيو ته وويل چې په دې کمپاین کې څه باندې دوه څلويښت لکه ماشومانو ته د پولیو پر ضد د څاڅکو ورکولو هدف ټاکل شوی دی.

نوموړی زیاتوي :

« په پېښور ، بنو او ټانک کې د پولیو خطره تر ټولو زیاته لیدل کیږي، ددې ترڅنګ په لسو نورو ضلعو ، قبایلي او نیمه قبایلي سیمو کې هم زمونږ ټیمونه کار کوي. »

روان کال په پاکستان کې د پولیو وايرس اته دیرش ماشومان ځپلي دي چې پنځلس په کې د خیبر پښتونخوا، یوولس د قبایلي سیمو ، شپږ د بلوچستان ، پینځه د سیند او یو ماشوم د پنجاب سره تړاو لري.

که څه هم له نورې نړۍ د پولیو د رنځ د ختمیدو راپورونه ورکول کیږي، خو پاکستان او افغانستان لا هم پولیو ځپلي ماشومان لري. په دواړو هیوادونو کې د دې ناروغۍ د ختمولو لپاره د نړیوالو مرسته کونکیو په مټ فعالیتونه روان دي، خو تر اوسه نه په افغانستان او نه هم په پاکستان کې د پولیو رنځ په بشپړ ډول ختم شوی نه دی.

XS
SM
MD
LG