د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر او کندهار ولایتونو کې ګڼ وسله وال وژل شوي


د افغانستان د لوګر امنیه قوماندان جنرال داود احمدي ادعاکوي چې په پل علم، خروار او بره کې برک ولسوالیو کې په پوځي عملیاتو کې لږ تر لږه ۴۵ وسله وال وژل شوي دي.

ښاغلي احمدي د جمعې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، په بره کې برک ولسوالۍ کې هم د وسله والو ډلو پر ضد امنیتي ځواکونو ګډ عملیات روان دي.

په عین حال کې د کندهار پولیس وايي، لږ تر لږه ۱۰۰ وسله وال په شورابک ولسوالۍ کې په پوځي عملیاتو کې وژل شوي او ۵۰ نور زخمیان دي.

په شورابک کې دا عملیات پرون اووړمه ورځ شوي دي.د وسله والو له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG