د لاسرسي ځای

تازه خبر

د منا پېښه کې ۸۹ پاکستانيان مړه او ۴۳ ورک دي


د بره دير سره تعلق لرونکی محمد سليم، چې په دغه پېښه کې یې مور مړه شوې، وايي حکومت ورته هېڅ مثبت ځواب نه دی ورکړی

د پاکستان د خارجه دفتر وياند قاضي خليل الله وايي چې د حج دوران منا کې رامخې ته شوې پېښه کې تر دې دمه د نهه اتيا پاکستانيانو د مړينې تصديق شوی، پينځه کسان ژوبل دي او درې څلوېښت اوس هم تريتم دي.

د زيارت په ورځ د معمول خبري غونډې ته د وینا په وخت د خارجه دفتر وياند ووئيل چې د سعودي حکومت له خوا د حاجيانو لپاره شوي انتظاماتو باندې پاکستان اطمينان څرګندوي او د دغه پېښې مخې ته له راتلو وروستو پاکستان د خپلو خلکو لټون او ژوبل کسانو ته د علاج ورکولو پوره پوره هڅې کړې دي.

قاضي خليل الله وايي چې پاکستان په سعودي عرب پوره پوره باور لري چې هغوي د حج انتظامات په ښه شان سره ترسره کړي دي ۔ د منا پېښې وروستو پاکستاني چارواکو په فوري توګه د سعودي چارواکو سره رابطه کړې وه او دوي د پاکستان چارواکو پوره پوره مرسته کړې.

د خارجه دفتر وياند مخکې وايي چې د بې درکه پاکستانيانو د درک لګولو لپاره يې هر ممکن ګام پورته کړی دی.

بل اړخ ته په منا پېښه کې د متاثره پاکستانيانو خپل خپلوان وايي چې د حکومت له خوا له هغوی سره هېڅ قسمه مرستې نه دي شوې.

د بره دير سره تعلق لرونکی محمد سليم، د چا چې په دغه پېښه کې مور مړۀ شوې، وايي چې د حکومت له خوا دوي ته هېڅ مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی

«موږ ته مخکې ځواب نه وو راکړی شوی چې کله هغه خاورو ته وسپارلی شوه نو هله موږ ته خبر راکړی شو، زما د مور سره خپل کارډ او نور اسناد وو ولې بيا هم مونږ ته هيڅ څه معلومات نه رانکړی شول ۔ موږ وفاقي وزير له هم ورغلو خو هغه راته دا ځواب راکړو چې زما هيڅ وس نه رسي»

د سعودي سرکاري خبري ايجنسۍ سعودي پريس ترمخه د حج پرمهال د ستمبر د مياشتې په څليريشتمه نېټه په منا کې رامخې ته شوې پېښه کې اووه سوه او يو کم اويا کسان په حق رسيدلي وو او نهه سوه او څلوردېرش کسان ژوبل شوي دي

محمد عمران مشال رېډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG