د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناامنۍ: سږکال په کستان کې ۵۸۸ کسان وژل شوي


د پاکستان په سينيټ کې د کورنيوو چارو وزارت مملکت بلېغ الرحمن د سېشنبې پر ورځ سينيټرانو ته د معلوماتو ورکولو په مهال ويلي چې د دې کال له جنورۍ د اګست تر مياشتې پورې د ناامنۍ پر ۸۲۱ پېښو کې خوا او شا ۵۸۸ کسان وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د ملک په بېلابېلو جېلونو کې ۶۰۱۶ داسې قيديان موجود دی چې د مرګ سزا ورته اورول شوي ده.

ياده دي وي چې د بشري حقونو ځينو نړيوالو ادارو پر پاکستان غږ کړی چې د مرګ سزا ورکول او عملي کول دي ژر تر ژره ودروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG