د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: یوه الوتکه نسکوره شوې ۱۱ کسان وژل شوي


امریکايي دفاعي چارواکي وايي، په افغانستان کې د یوې الوتکې پرېوتو په پېښه کې د پینځو امریکايي قراردادیانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.

د امریکايي پوځ کرنل براین ترېبوس وویل، سي ۱۳۰ الوتکه بېګا نیمه شپه د جلال اباد پر هوايي ډګر د پېښې ښکار شوه.

ده وویل، د الوتکې چلوونکي او پکې سپاره کسان وژل شوي. دی وايي، په وژل شویو کې پینځه امریکايي ملکي قراردادیان هم ول چې په افغانستان کې یې د ناټو په مشرۍ د افغان ځواکونو روزنې په ماموریت کې کار کاوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG