د لاسرسي ځای

تازه خبر

''افغان سربازانو د کندز ښار ډېرې برخې نیولې دي''


د کندز امنیه قوماندان وايي، چې د بهرنیو وسله والو په ګډون لږترلږه ۸۰جګړه مار وژل شوي او د ښار ځينې مهمې برخې یې بیرته نیولې دي.

افغان چارواکي او امنیتي مسئولین وايي، د کندز ښار زیاتې برخې نیول شوې او د پاتې ځایونو د نیولو لپاره پوځي عملیات روان دي.

د کندز امنیه قوماندان وايي، ډېر ژر به ټول ښار له وسله والو پاک کړي .

په کندز کې بېګا ټوله شپه جګړه روانه وه .

په دې عملیاتو کې، د امریکا هوايي ځواکونه د افغان لوري ملاتړ کوي .

ګڼ وسله وال وژل شوي

د کندز امنیه قوماندان قسیم جنګل باغ پرون په کندز کې خبریالانو ته وویل چې د بهرنیو وسله والو په ګډون لږترلږه ۸۰جګړه مار وژل شوي او د ښار ځينې مهمې برخې یې بیرته نیولې دي.

((په دومره موده کې چې پر هغوی [وسله والو ]هوايي بمبار شوی دی.۸۳ تنه یې وژل شوي چې لږترلږه ۳ یې عرب دي.

په چهار دره کې د هغوی ۱۴ رېنجر موټر چې له امنیتي ځواکونو یې نیولي ول، وسوځول شول.

یو ټانک یې هم نیولی وو چې له هوا وویشتل او وسوځول شو. امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او ډاډ لري چې ډېر ژر به ټوله سیمه پاکه شي.))

خو وسله وال طالبان دا ردوي چې په کندز کې یې تلفات زیات ول.

رپوټونه وايي د کندز ښار یو شمېر دولتي ودانۍ بیرته افغان امنیتي ځواکونو نیولې خو ويل کېږي چې وسله وال طالبان د ولایت هوايي ډګر ته د رسېدو هڅې کوي.

له افغان ولسه بخښنه غواړو

د افغانستان ولسي جرګې نن چارشنبه د کندز نیولو د څرنګوالي په اړه لوړ پوړي افغان امنیتي چارواکي وربللي ول. د افغانستان د ملي امنیت عمومي رییس رحمت الله نبیل د کندز نیولو پر سر له خلکو بخښنه وغوښته.

رحمت الله نبیل
رحمت الله نبیل

رحمت الله نبیل دا څرګندونې نن د ولسي جرګې په هغې استجوابیه غونډه کې وکړې چې له ده سربیره د دفاع او کورنیو چارو مسئولین هم ورغوښتل شوي وو.

نوموړي همدارنګه وویل چې د دې ولایت بېلابېلې برخې له مخکي محاصره شوې وې او حکومت د یو شمېر نامعلومو دلایلو له مخې عملیات ونه کړل.

پر خپل ولس بمبار نشو کولای

ولسمشر محمد اشرف غني پرون وویل چې په کندز کې د ملکي خلکو د خوندیتوب په خاطر، پر ښار هوايي عملیات نه شي کولای او له دې امله ښايي د ښار په بیرته نیولو کې خنډ اوځنډ پېښ شوی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر غني وویل : د افغانستان دولت، مسئول دولت دی او د ښار په منځ کې پر خپلو خلکو بمباري نه شي کولای او نه یې کوي

د کندز نیولو علت

د ملي امنیت ادارې مخکني مشر امر الله صالح له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل چې وسله وال طالبان، د یوه پلان پر اساس چې مخکې جوړ شوی، په کندز کې ځای پر ځای شوي دي.

((وسله والو طالبانو په شمالي ولایتونو کې خال – خال او پراګنده جګړې وکړې او ورته څرګنده شوه چې په کندز کې د اردو او عامه نظم د پولیسو شمېر ډېر کم دی نو د اختر ورځو ته انتظار وو چې ناڅاپي حمله وکړي او په دې توګه کندز ښار ته د ننوتلو پر مهال له ډېر کم مقاومت سره مخامخ شول.))

د افغانستان ناکراري د سیمې په تاوان

د پاکستان د پوځ لوى درستيز جنرال راحيل شريف ويلي، د سيمې د سولې، ثبات او اقتصادي ودې لپاره په افغانستان کې امن او د دې هېواد د سولې پروسه ډېره ضروري ده.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانګې د خبرپاڼې له مخې، جنرال راحيل شريف دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ د جرمني په ميونخ ښار کې د جنوبي اسيا د امنيت په اړه يوه جوړ کنفرانس ته د وينا پر مهال کړي.

ښاغلي شريف د افغانستان پرله پسې بې ثباتي د سيمې د هېوادونه لپاره تاواني بللې او ټينګار يې کړى، چې د سيمې د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره په افغانستان کې ثبات او د سولې پروسه ډېره اړينه ده او پر افغان خواوو يې غږ کړى، چې د دايمي سولې لپاره دې د سولې د مذاکراتو لړۍ بيا فعاله کړي.

خو له‎ بلې خوا بيا د سياسي چارو ځينې کارپوهان د سولې د مذاکراتو په لړ کې د پاکستان د سياسي او پوځي مقاماتو څرګندونې تر دې دمه تشې ژمنې بولي او د عملي کېدو غوښتنه يې کوي.

تش زباني خبرې دي

سمیع یوسفزی
سمیع یوسفزی

د سياسي او سيمه ييزو چارو څارونکي سميع يوسفزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د پاکستانيو چارواکيو د وروستيو څرګندونو په اړه وويل:

((زباني الفاظ که هغه د پاکستان د پوځ له لوري راځي يا د حکومت له لوري له لوري راځي، همېشه ډېر خواږه وي، ډېر مثبت وي. بالخصوص په نړېواله ټولنه کې د پاکستان په اړه دا فکر کېږي، چې د پاکستان اردو د طالبانو ملاتړي دي، نو له دې امله چې دوى دا تاثر ختم کړي، دوى په بين المللي فورمونو کې دا ډول خبرې کوي.

خو عملاً، لکه څنګه چې افغانان هم په دې باور دي، کومې خبرې چې کېږي، د مذاکراتو په سر چې کېږي، نړېوال پريس کنفرانسونه چې کېږي، عملاً نه هغه اقدامات کېږي، نه ورباندې کار کېږي.

نو زما په خيال دا مختلفو فورمونو کې د نړېوالې ټولنې په مخکې چې دوى کومې خبرې کوي، عملاً د هغې تراوسه څه نښې نښانې نه ښکاري.))

د پاکستان د پوځ لوى درستيز دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي، چې افغان دولت په دې وروستيو کې پر پاکستان پرله پسې تور لګوي، چې خاوره يې د افغانستان پر ضد کارېږي.

خو له بلې خوا بيا پاکستان د افغان دولت تورونه په کلکه ردوي او ټينګار کوي، چې په قبايلي سيمو کې يې د پوځي عملياتو پر مهال د ښو او بدو له توپير پرته ټول وسله وال ځپلي او ادعا کوي، چې پاکستاني طالبان اوس افغان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي او له افغان دولته غواړي، چې په دې لړ کې دې جدي ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG