د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۱۰۰ تنه وسله وال وژل شوي


د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر نه د چارشنبې د ورځې په جاري شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې تيره ورځ سهارڅلور بجې چې د اچین ولسوالۍ عبدالخيلو سيمه کې د دولت وسله والو مخالفينو د سرحدي پوليسو په پوستو ډله ييز بريدونه کړي ول، وسله وال د افغان ګډوامنیتي ځواکونو د ځمکني او هوايي بريدونو سره مخ شول چېپه نیتجه کې يې سل تنه د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي او تر سلو زیات يې ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کاږي چې په سيمه کې د ډاډمن امنيت د ټينګښت په موخه ګډو امنیتي ځواکونو د وسله والو مخالفينو پر ضد پلټونکي عمليات دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG