د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د ننګرهار کوټ ولسوالۍ د داعش وسله والې ډلې له حضوره پاکه شوې ده.
د دې وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري مشال راډيو ته وویل چې اوس مهال د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات روان دي.
د افغانستان دفاع وزارت د معلوماتو په اساس تر دې وړاندې داعش ډلې د ننګرهار په اوو بېلابېلو ولسوالیو کې فعالیتونه درلودل.