د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې ۱۹۸۵وسله وال وژل شوي


د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسولین وايي، په دغه زون کې د تیرو شپږو میاشتو راپه دې خوا د ترسره شوو عملیاتو پر مهال ۱۹۸۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان جنرال عبدالحمید حمید رسنیو ته وویل چې په همدې موده کې ۱۰۰وسله وال ټپیان شوي او ۹۷ نور یې نیول شوي دي.

حمید وویل چې یاد وسله وال په بلخ، سمنګان، سرپل او جوزجان ولایتونو کې مړه او ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د دوی عملیات اوس بلخ او تخار ولایتونو کې دوام لري.

ښاغلي حمید د بغلان ولایت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د افغان چارواکو او وسله والو طالبانو ترمنځ د دغه ولسوالۍ د تسلیمولو د سند لاسلیکولو خبر هم رد کړ.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG