د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف امریکا ته ځي


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په ۷۰ غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته روان شوی دی.

د پاکستان د وزیراعظم یو چارواکي معاذ طارق په ( سېشنبه) مشال راډیو ته ویل چې وزیر اعظم نوازشریف به د روانې میاشتي په ۳۰ نیټه د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غونډې ته وینا کوي.

نوموړی به د دې غونډې په څنډه کې د چین او ملګرو ملتونو لخوا د جنسي برابرۍ او د ښځو د کار روزګار موقعو په اړه په جوړه شوې غونډه کې هم ګډون وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG