د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان یوه عدالت ۹ کسانو ته د مرګ سزا واوروله


د پاکستان امنیتي چارواکو د دوشنبې پر ورځ ویلي چې یوه خفیه پوځي عدالت له ترهګرۍ سره تړاو لرونکو مقدمو کې ۹ کسانو ته د مرګ او یو کس ته د عمر قید سزا اورولې ده.

د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوا د تورنو کسانو په اړه وویل چې دوی تندلاري ترهګر دي چې لسګونه عام وګړي او قانون نافذ کوونکي کسان یې وژلي دي.

د پاکستان پوځ وايي، هغه نهه کسان چې ورته د مرګ او عمر قید سزاګانې ورکړل شوې دي، د غیر قانوني اعلان شوو تنظیمونو غړي دي چې پکې حرکت الجهادي اسلامي او تحریک طالبان پاکستان شامل دي.

دا کسان په خېبر پښتونخوا کې په پوځي قافلو په حملو او په بلوچستان کې په فرقه ایزو مختلفو پېښو کې ککړ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG