د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان هوايي ځواک پر استوګنځي بريد، ۳۲ تنه وژلي


پېښور: په بډه بېره کې د ځینو ناڅرګندو وژل شوو کسانو مړي امبولېنس ته اچول کېږي.
پېښور: په بډه بېره کې د ځینو ناڅرګندو وژل شوو کسانو مړي امبولېنس ته اچول کېږي.

د خېبرپښتونخوا صوبايي چارواکي وايي، ټپيان يې د پېښور پوځي او نورو سرکاري روغتونونو ته وړي، چې د ځينو روغتيايي حالت پکې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

وسله والو طالبانو د خېبرپښتونخوا مرکز پېښور ته نزدې په بډه بيره کې د پاکستان هوايي ځواک پر يوه اډه ډله ييز وسله وال بريد کړى، چې د پوځي چارواکو په وينا په دغه ډله ییز بريد کې تر دې دمه د پاکستاني پوځ د درو سرتېرو په ګډون ١٩ کسان وژل شوي دي.

د پوځ وياند جنرال عاصم باجوه وايي، څوارلس وسله والو، چې د پاکستان ملېشه ځواکونو يونيفارم يې اغوستی و، د جمعې په ورځ سهار پېښور ښار ته نزدې د بډه بيرې په سيمه کې د پاکستان هوايي ځواک پر يوه کيمپ بريد کړى، چې په نتيجه کې يې تر دې دمه د ١٣ وسله والو په ګډون ٣٢ کسان وژل شوي دي.

پېښور: د هوايي ځواک پر استوګنځي وسله واله نښته دوام لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:05 0:00

باجوه وايي، چې ترهګرو د سهار لمانځه پر مهال د هوايي ځواک پر اډه له دوو خواوو بريد وکړ او اډې ته نر ننوتلو وروسته په دوو ډلو ووېشل شول، چې يوې ډلې يې په جومات کې دننه پر لمونځ کوونکو ناتاره ډزې وکړې او ١٦ کسان يې ووژل.

په دغه بريد کې د پاکستان امنيتي سرتېرو په ګډون لږ تر لږه ٢٥ کسان ټپيان شوي هم دي، چې په دوى کې دوه جګپوړي پوځي افسران هم شامل دي. د سليم باجوه په خبره، چې دا مهال په سيمه کې د احتمالي پاتې پټو شويو وسله والو د ختمولو لپاره چاڼيز عمليات دوام لري.

که څه هم د پاکستان پوځ وياند په دغه پېښه کې د ١٩ کسانو د مړينې پخلى کړى، خو د هغوى پېژندګلو یې نه ده په ډاګه کړې، چې هغوی د هوايي ځواک سرتېري دي که ولسي وګړي؟

د پېښور بډه بېرې کې د هوايي ځواک پر استوګنځي برید
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:32 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د خېبرپښتونخوا صوبايي چارواکي وايي، چې د پېښې ټپيان يې د پېښور پوځي او نورو دولتي روغتونونو ته لېږدولي دي، چې د ځينو روغتيايي حالت پکې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

د پېښورپوليسو يوه مشر مبارکزېب د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل:

(( پېښه نن سهار ٥ نيمې بجې هغه وخت رامنځته شوه، چې نزدې لس - پینځلس ترهګرو پر پوځي اډه بريد وکړ، خو د امنيتي سرتېرو له سخت مقاومت سره مخامخ شول. پوځ، پوليسو او زموږ نورو امنيتي سرتېرو سيمه محاصره کړې ده او تلاشي عمليات دوام لري. ))

بډه بېره د پېښور ښار په شپږ کيلومیټرۍ کې پرته سيمه ده، چې د خېبرايجنسۍ له قبايلي او د ادم خېل درې له نيمه قبايلي سيمو سره نښتې پولې لري او کله نا کله پکې د وسله والو خوا پر پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو بريدونه کېږي.

د بډبیرې پوځي هوايي اډه چې په ۱۹۶۰ م کال کې جوړه شوې، فعاله نه ده او د پاکستان هوايي ځواک د صاحب منصبانو او کارکونکيو د کورونو او استوګنې لپاره کارول کیږي.

په پېښور کې د پاکستان هوايي ځواک پر کېمپ په داسې وخت کې بريد شوى، چې په پاکستانيو ځواکونو له تېر ٢٠١٤م کال راهيسې ډیورنډ کرښې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات پيل کړي او په دې سيمه کې مېشتو کورنيو او بهرنيو ترهګرو د ځپلو اود نېټورک د له منځه وړلو ادعا کوي.

د پاکستان دولتي او پوځي چارواکي دا بريد په قبايلي سيمو کې د روانو پوځي عمليات غبرګون بولي‎.

له بلې خوا د تحريک طالبان پاکستان وياند رسنيو ته په لېږل شوي برېښنناليک کې په پېښور کې د هوايي ځواک پر کيمپ د بريد مسووليت منلى او امنيتي ځواکونو ته يې د ډېر زيان اړولو ادعا کړې ده.

د وسله والو له خواپه پېښور کېد هوايي ځواک پر کيمپ دغه بريد په تېر دسمبر کې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي تر بريد وروسته تر ټولو ستر بريد انګېرل کېږي.

همدا لامل دى، چې د پاکستان وزیر اعظم، د کورنيو چارو وزير او نورو سياسي او پوځي مشرانو دا بريد غندلى او د پوځ لوى درستيز جنرال راحيل شريف او د هوايي ځواک مشر سهيل امان په بېړني سفر پېښور ته تللی چې له نژدې د پېښې جاج واخلي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان وزیر اعظم نواز شريف د پېښور تر بريد وروسته د امنيتي وضعيت څېړلو لپاره په پايتخت اسلام اباد کې د پوځي او سياسي مشرانو يوه بېړنۍ غونډه هم راغوښتې ده.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG