د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو له افغانستان ۲۰۰ میلیونه ډالرو مرسته کوي


د شمالي اتلانتیک د تړون سازمان یا ناټو د افغانستان د برېښنا له سکتور سره ۲۰۰ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.

دا مرسته په دریو کلونو کې د افغانستان برېښنا شرکت ته ورکول کیږي چې له امله به یې د افغان پوځیانو اډو ته برېښنا ورسیږي او په لوړه بیه د ډیزلي جنراټورنو د برېښنا کارونه بند کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې دا د هېواد لپاره یوه اساسي مرسته ده او کولای شي چې د پوځي اډو تر څنګ په راتلونکي کي ګڼو سیمو ته هم برېښنا ورسوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی هم دغه پروژه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره ډېره مهمه وګڼله او ویې ویل چې موږ په ټول هیواد کې خپل سیستم، عملیاتو او ادارو لپاره یوې با ثباته برېښنا ته اړتیا لرو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG